نظــر

په پکتیا کې نوی امریکايي پروژه او زور زیاتی!

عبدالمتین پکتین

له تیرو څو ورځو را په دې خوا د پکتیا ولایت مرکز ګردیز په شیخانو، رباط او درنګ سیمو کې د مشهور غله ثمود په مشري یو ګروپ دخلکو په ضد وسلوال کړل شوی او د ظلم او وحشت لپاره را میدان ته شوی دی.

د معلوماتو له مخې دغه ډله خلک چې مشري پخوانی مشهور غل ثمود کوي او د ډلې هر غړی یې 300 امریکایي ډالره معاش لري، د حکومت تر چتر لاندې د ملي امنیت لخوا منسجم شوی او د تمویل او لارښونې چارې یې په ګردیز کې د امریکایي ځواکونو لخوا ترسره کیږي.

دغه کسان په ظاهره ځان د پاکستان ضد مجاهدین او د محمدرسول د ډلې خلک بولي خو د پکتیا ولایت له قول اردو څخه د ټانګونو په بدرګه او د ملي اردو په حمایه کې را وځي، کله چې د ګردیز له بازار څخه لږ لرې ولاړ شي بیا پخپلو وسائطو سپین بیرغ پورته کړي، په کلیو کې خلک تهدیدوي او ویره خپروي.

وړمه ورځ دغه ډله خلک له درنګ سره نیږدې د سلیمانزو په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شول چې یوموټر او موټرسایکل یې په میدان پاتې شول، پخپله د قومندان ثمود زوی هم طالبانو ته ژوندی په لاس ورغی.

له پیښې څخه لږ وروسته ثمود او کسان یې د ملي اردو له ټانګونو سره یوځای په چوڼیو، رباط او سلیمانزو کې دخلکو کورونو ته ورغلل، په سلیمانزو کې د عامو خلکو ګڼ کورونه وسوزول، په رباط او جوڼیو کې یې عام خلک حتی ۷ کلن او ۸ کلن ماشومان ونیول او له ځانه سره یې یوړل.

کله چې د یادو کلیو سپین ږیري او مشران د پکتیا والی ته ورغلل هغه دا ومنله چې دغه کسان په ګردیز کې د میشتو امریکایانو او ملي امنیت په ګډ پلان سره د یو خاص هدف لپاره جوړ شوي، چې د ولایت مقام اثر او نفوذ نه پرې لري.

خو والی له خلکو څخه وغوښتل چې د قوم مشران دې طالبانو ته ورشي د ثمود نیول شوی زوی دې دهغو له منګولو خلاص کړي، چې د دوی کسان او ماشومان هم خلاص کړل شي.

د قوم سپین ږیرو والي ته وویل چې د طالبانو او دولت ترمنځ جګړه ده، د قومي خلکو پورې هیڅ تړاو نلري، حکومت باید دخپل مسئولیت له مخې د قوم نیول شوي خلک خصوصا ماشومان د طالبانو د عمل په غبرګون کې یرغمل نه کړي، دوی بې پرې خلک دي له طالبانو او حکومت سره هیڅ تړاو نلري.

دولسي خلکو دغه غږ د والي لخوا تر اوسه نه دی اوریدل شوی چې د خلکو غوسه یې را پارولی او ټولو ځوریدلو قومونو سباته د دولت ضد مظاهروته تابیا نیولی.

لاندې په تصویر کې هغه دوه وروڼه ماشومان ښکاري چې په چوڼیو کې له داسې یو کور څخه نیول شوي چې د ماشومانو پلار له تیرو شلو کالو راهیسې د دولت برحال مامور دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close