افغانستان

کرزی: کيدای شي د مرموزو وژنو تر شا د امريکا لاس وي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کرزي له خولې ويلي چې کيدای شي د مرموزو وژنو او چاودنو تر شا د امريکا لاس وي. واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د کرزي په ګومان د دغو بریدونو تر شا د اوباما اداره او جاسوسي کړۍ لاس لري. واشنګټن پوست د کرزي له قوله وايي چې يو شمېر مهم اسناد او دلایل لري چې د دغو بریدونو تر شا د امريکا لاس دی، تر څو د ده حکومت کمزوری او هيواد کې نا امني زیاته کړي. کرزی وايي د دغو بریدونو يو لامل دا هم کيدای شي چې امريکا دا بریدونه د دې لپاره کوي چې د خلکو توجه له هغو هوايي بریدونو واړوي چې د غوربند په سیاګرد کې يې ۱۷ ولسي وکړي وژلي وو. بل پلو امريکايي چارواکو د کرزي دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دغسې څرګندونې د دواړو هيوادو اړيکو ته زیان اړوي. د يادونې وړ ده چې اوړمه ورځ ولسمشر کرزي ويلي وه چې په هيواد کې مرموز تروریستي بريدونه پیل شوي او د هيواد دښمنان غواړي، افغانان له خپلو ګټو په شا کړي او زیاته کړې يې وه چې دغسې تروریستي بریدونه نشي کولای، چې موږ له خپله هوډه واړوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x