ورزش

د هند پخوانی لوبغاړی لکشمن د راشدخان په اړه څه وايي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د هند پخوانی لوبغاړی وي وي لکشمن د راشدخان سره په یوې مرکه کې د هغه په اړه له څو پټو رازونه پرده پورته کړې ده.

راشدخان اوسمهال په آی پي ایل کې تر ټولو بریالی توپ اچونکی بلل کیږي. هغه په ۲ لوبو کې ۵ لوبغاړي سوځولي دي او د ګجرات لاینز سره په سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړ شو.

لکشمن د راشدخان سره په خبرو کې له هغه څخه په آی پي ایل کې د لوبېدو په اړه پوښتنه وکړه، چې په ځواب کې راشدخان وویل چې په تلویزون لوبه کتل یو ډول وي، خو د دومره ډیرو خلکو تر منځ لوبه کول بیا ډیر سخته ده.

لکشمن وویل چې راشدخان ډیر شرمناک دی او په اول ځل یې چې په تمرین کې ولید، خورا زړور توپ اچونه یې کول خو ورسره ډير شرمناک و.

نوموړي د سن رایزرس حیدراباد په تمرین کې له یوه رازه هم پرده پورته کړه. هغه وویل چې آن په تمرین کې د راشدخان توپوهنې ته هېڅوک نه دریږي، هېڅوک يې په بال نه پوهیږي چې څنګه يې ووهي.

هغه وویل چې ویکټ ساتونکو ته یې ویلي چې د راشدخان سره ډير تمرین وکړي څو د هغه په بال پوه شي او بیا يې په بال نېولو کې په ستونزه کې نه وي.

د راشدخان لوبډله بله لوبه نن چهارشنبه /اپریل ۱۲مه/ د ممبۍ انډينز سره لري چې د افغانستان پر وخت ۷ بجې به پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x