
د پاکستان لخوا پر کونړ توغندیزو بریدونو کې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
راپورونه وايي چې پاکستان يو ځل د کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ باندې توغندیز بریدونو کې څلور ماشومان وژلي او پنځه ټپيان دي. د ۲۰۱ سیلاب قل اردو وياند هارون یوسفي دغه پيښه تاييدوي او وايي چې د مرورې ولسوالي ترخې کلي کې د پاکستاني پوځ توغندي لګيدلي دي. د کونړ ولايت وياند عبدالعلي مصمم هم د پيښې پخلی کوي او وايي چې د څلور واړو وژل شوو ماشومانو عمر له پنځلس کالو کم و. له دې مخکې هم څو واره د ډیورند له کرښې ها غاړه د کونړ، نورستان او ننګرهار پر یو شمير سیمو
د پاکستاني پوځ توغندي لګيدلي او ډېرو هيواد والو ته يې مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اړولې خو دولتي چارواکي تر اوسه په دې نه دي توانيدلی د دغو راکټي بریدونو مخه ونیسي