د نن سرلیکنه

پر حکومت د کړکیچ د نړیوالې ډلې توند ګوزار

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د کړکېچ نړیوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د واک پر سر د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ کشمکش د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت له زیات خطر سره مخ کړی دی.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې رپوټ په داسې مهال کې خپریږي چې د ملي یووالي حکومت سهیم لوري د راتلونکو ټاکنو لپاره سر له اوسه لا په خپل منځ کې په جنجال او ناندریو سر دي.

د ګډ حکومت د واکمنۍ نیمايي دوره د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال جنرال دوستم ، د ولسمشر او د هغه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله تر منځ په مقابلو، مخالفتونو او توندو سیالیو کې تیره شوه .

د پاتې نیمايي دورې لپاره یې سر له اوسه د راتلونکو ټاکنو لپاره د حکومتي زور واکانو د خپلولو پر سر چنې روانې دي چې وروستۍ بیلګه یې د عبدالله له ټیم څخه د جنرال عطاء بېلېدل او له غني سره یو ځای کېدل دي.

که دا چنې د ولس د عامه مصالحو لپاره وای پر ځای خبره وه ، خو له بده مرغه چې په هغو کې د چنه وهونکو لوریو یواځې خپل شخصي مصالح خوندې او نور یې ټول هیواد او ولس له بحران سره مخ کړی دی.

خپله د حکومت د امنیتي چارواکو د ورکړل شویو ارقامو له مخې یواځې په کابل کې په تیر یوه کال کې ۴۰۰۰ جرمي پیښې ثبت شوې چې د هغو له جملې څخه ۲۳۵ د وژنې، ۷۴۱ د ژوبلونې او ۱۲۰۸ ‬پیښې د غلا دي.

د حکومت اجرائي واک او ځواک دومره کمزوری شوی چې نه د مجرمینو د مخنیوي او نه هم د هغوي د عدلي او قضايي تعقیب توان لري.

چې ښکاره بېلګه یې د هرات د ولایتي شورا مشر کامران عليزی دی چې نوموړی د کابل د یوې جنايي محکمې لخوا له واک څخه د ناوړې استفادې په جرم په دوه کاله او شپږ میاشتې حبس محکوم شوی، مګر د دې په ځای چې پر مجرم د محکمې حکم پلی شي د هغه په دستور او ملاتړ را وتلیو لاریون کوونکو له څو ورځو راهیسې په هرات ښار کې بي بندو باري جوړه کړې او د خلګو د ژوند چارې یې په ټپه درولې.

همدا راز د کابل ښار د وزیر اکبرخان غوندي په تر ټولو مصؤنه سیمه کې په رڼا ورځ اختطاف چیان د ولسي خلګو په تېره د شتمنو او سوداګرو زامن اختطاف کوي او د هغوي له کورونو غلاوې کوي چې امنیتي ځواکونه یې په مقابل کې هیڅ نشي کولای او یا هیڅ نه کوي.

د پسرلي په را رسیدو سره به د حکومت په خلاف د طالبانو بریدونه هم زور نیسي چې دا به د کمزوري ملي یووالي حکومت لپاره د هغه پر شته ستونزو سر بیره یو بل ستر ګواښ وي چې حاکمیت به یې په ټول هیواد کې له مشکل سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x