افغانستان

جنرال دوستم مسموم شوی دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم ته نژدې سرچينې وايي، چې نوموړی د ناڅرګندو کړيو له لارې مسموم شوی او اوس مهال تر درملنې لاندې دی.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلی او نه هم سرچينې د پېښې په اړه نور معلومات ورکړي دي.

د جنرال دوستم د مسموم کېدو خبر په داسې وخت کې رسنيو ته رسېدلی، چې له ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله سره يې اړيکې له تېرو څو مياشتو راهيسې خړې پړې دي.

جنرال دوستم، چې ځان په هېواد کې د ترکتبارانو يو مشر بولي، د خپل قوم لپاره يې حکومت کې ونډه کمه بللې او د حکومتي څوکيو پر وېش يې څو ځله د رسنيو پر وړاندې نيوکې کړي دي.

جنرال دوستم په داسې حال کې مسموم شوی، چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې د ولسمشر اشرف غني مېرمن رولا غني له لندن ټايمز سره په ځانګړې مرکه د دوستم په اړه ويلي و، چې پر نوموړي ورځ تر بلې فشارونه زياتېږي او کېدای شي په راتلونکو ورځو کې استعفا ته اړ او ترکيې ته ولاړ شي.

مېرمن غني ويلي و، چې د دوستم پر ضد قانوني کړۍ فعالې دي، نوموړی اوس په کور کې نظربند کې دی او حکومتي دندو ته د ورتلو اجازه هم نه لري.

د مېرمن غني څرګندونو د جنرال دوستم د پلويانو غبرګونونه پارولي وو او دغه څرګندونې يې له قانونه سرغړونه بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x