
د ولسي جرګې د څلورو غيرحاضرو غړو امتيازات او دندې وځنډول شوې
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د څلورو هغو وکيلانو دندې ځنډولي، چې په پرله پسې توګه يې شل ورځې غيرحاضري کړې ده.
ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې د جرګې د څلورو غړو هر يو احمد بهزاد، بشير احمد تينج، پروين درانۍ او د فرشتې انوري دندې او امتيازات ځنډولي دي.
جرګې پرېکړه وکړه، چې دغه وکيلان تر راتلونکو څلورو مياشتو نه شي کولای، چې د وکيل په توګه خپلې تنخواوې او امتيازات ترلاسه کړي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي د جرګې غونډې ته وويل، چې د کورنيو دندو داصولو د ۷۳مې مادې له مخې د راتلونکو څلورو مياشتو لپاره د ولسي جرګې ياد وکيلان له تنخواوو او ټولو امتيازاتو بې برخې دي او نه شي کولای، چې د جرګې په عمومي او د کميسيونونو په غونډو کې ګډون وکړي.
د ولسي جرګې دويم منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست رسنيو ته وويل، چې يو شمېر نور وکيلان هم د جرګې غونډو ته نه حاضريږې او که شل ورځې غير حاضري يې پوره شوه، نو دوی به يې دندې، تنخواوې او ټول امتيازات وځنډوي.
د عبدالقادر ځاځي په باور دغه پرېکړه به هغه وکيلان هم د جرګې غونډو کې د ګډون لپاره وهڅوي، چې پخوا يې غيرحاضري کوله.
دا لومړی ځل دی، چې ولسي جرګې د غيرحاضرو وکيلانو دندې ځنډولي دي.
د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو له دغې پرېکړې سره مخالفت ښوولی او وايي، چې دغه پرېکړه دې پر ټولو وکيلانو يو ډول پلې شي او اوسنۍ پرېکړه يې ناانډوله وبلله.