افغانستان

فیضي: هېڅ یو هېواد د افغانستان په قضايي چارو کې د لاسوهنې حق نلري

نن ټکی آسیا: د ولسمشر کرزي ویاند د بګرام له زندانه د بې ګناه بندیانو د پرېښودلو پر سر د امریکا له لوري دوی ته ورکړل شوي وروستي خبرداري ته په اشارې سره وویل، چې هېڅ یو هېواد د افغانستان د قضایي ارګانو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نلري.

نوموړي د بګرام له زندانه د ۸۸ پاته بې ګناه له ډلې د ۳۷ بندیانو د پرېښودلو په پریکړه د امریکا تند خبرداري ته په غبرګون کې وویل، چې د دوی حکومت به هېچا ته د خپلو قضايي ارګانونو په چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړي.
امریکايي چارواکي په داسې حال کې د بندیانو پر پرېښودلو جدي او له قهره ډک ښکاري، چې تېره ورځ ولسمشر کرزي د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څېړلو د مؤظفې ډلې په غوښتنه د ۸۸ پاتو بندیانو له منځه د ۳۷ نورو هغو د ژر تر ژره پرېښودلو حکم وکړ.
په عین وخت کې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څېړلو کمیټي د غړی عبدالشکور دادرس په وینا، چې له زیاتو پلټنو سره سره یې د هېڅ یوه بندي په اړه هېڅ داسې اسناد او مدارک موندلي نه دي، چې کوم جرم ترې جوت شي. خو بیا هم امریکايي ځواکونو د کلونو- کلونو لپاره په بند کې ساتلي.
د یادونې وړ ده چې د بګرام زندان د امریکايي ځواکونو له لورې د افغانستان له اشغال راهیسې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لومړنی ستر زندان دی، چې د شپنیزو عملیاتو، چاپو او بې ګناه نیونو په لړ کې ډېری نیول شوي افغانان له کلونو- کلونو راهیسې په خورا ناوړه او کرغېړن وضعیت کې پکې ساتل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x