ورزش

ډهلي ډارېډیوېلز رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس ته ماتې ورکړه

لیکوال : عطا محمد میاخېل

د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري ( حمل ) دوه ویشتمه، چې د ۲۰۱۷ ز کال د اپرېل له یوولسمې نېټې سره برابروه د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) کرکېټ سیالیو په لړ کې دا لوبه د ډهلي ډارېډیوېلز او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلو ترمنځ د هندوستان د پونې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .

د لوبې پچه د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې لوبډل مشر اجینکا رېحاني وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .

   د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه .

د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري سنجو سامسن ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۶۳ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۸ څلوریزې او ۵ شپږیزې شاملې وې او د لوبو غوره لوبغاړی وټاکل شو .

د ډهلي ډارېډیوېلز او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلو د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :

د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :

۱ ـــ اډېتال تاري په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .

۲ ـــ سم بېلېنګز په ۱۷ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .

۳ ـــ سنجو سامسن په ۶۳ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې، ۸ څلوریزې، ۵ شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .  

۴ ـــ ریشب پانټ په ۲۲ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې اوټ شو .

۵ ـــ کوري اندرسن په ۴ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .

۶ ـــ کریس موریس په ۹ توپونو  ۳۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې .

د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :

۱ ـــ شهباز ندیم ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۳ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .

۲ ـــ پت کومینز ۳/۱ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .

۳ ـــ زهیر خان ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .

۴ ـــ کریس موریس ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .

۵ ـــ کوري اندرسن یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۱۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .

۶ ـــ امېت مېشرا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۱ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .

د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ وهنې برخه :

۱ ـــ اجېنک رېحاني په ۹ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .

۲ ـــ میانک اګروال په ۱۸ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .

۳ ـــ فاف ډوپلیسېز په ۷ توپونو ۸ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .

۴ ـــ آر اې ترایپتي په ۵ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .

۵ ـــ بین سټوکس په ۵ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .

۶ ـــ اېم اېس ډوني په ۱۴ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .

۷ ـــ راجټ باټیا په ۱۷ توپونو ۱۶ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .

۸ ـــ ډیپک چاهر په ۶ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .

۹ ـــ آدم زمپا په ۷ توپونو ۵ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .

۱۰ ـــ آشوک ډېنډا په ۷ توپونو ۷ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .

د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ اچونې برخه :

۱ ـــ آشوک ډېنډا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .

۲ ـــ ډیپک چاهر ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۵ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .

۳ ـــ بین سټوکس ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .

۴ ـــ عمران طاهر ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .

۵ ـــ آدم زمپا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۵ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .

۶ ـــ راجټ باټیا ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x