افغانستان

مسکو: امريکا او روسيه د خپلمنځي تاوتريخوالي د کمولو لپاره خبرې کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د امريکا او روسيې د ترينګلو اړيکو پر مهال د امريکا بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن مسکو ته رسېدلی او له خپل روسي سيال سرګي لافروف سره به د سوريې کړکېچ او خپلمنځي تاوتريخوالي د کمولو په اړه خبرې وکړي.

تېره ورځ ايټاليې کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې د امريکا د هغې پرېکړې ملاتړ وشو، چې سوريه کې به د اسد پر پوځي مرکزونو نور توغنديز بريدونه هم وکړي.

د سوريې حکومتي الوتکو تېره اونۍ د سوريې د ادلب ښار په خان شيخون سيمه کې پر ملکي خلکو کيميايي وسلې وکارولې. په دغو بريدونو کې سلګونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې دغه بريدونه وغندل.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه بريدونه د بشريت پر ضد وبلل او خپلو ځواکونو ته يې امر وکړ، چې د سوريې پوځي مرکزونه په نښه کړي.

وړمه ورځ د امريکا سمندري ځواکونو د حمص ولايت شعيرات هوايي ډګر کې جنګي الوتکې په نښه کړې او لږ تر لږه دولس الوتکې يې ويجاړې کړې.

ګڼو هېوادونو او نړيوالو ټولنو د دغو بريدونو هرکلی وکړ، خو ايران او روسيې د امريکا دغه توغنديز بريدونه غندلي او د ناوړو پايلو ګواښ يې وکړ.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين ويلي، چې امريکا په خپله سوريه کې کيميايي وسلې وکارولې او د خپلو بريدونو لپاره يې بهانه جوړه کړه.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لافروف ويلي، چې له دويمې نړيوالې جګړې را په دېخوا د امريکا او روسيې اړيکې تر ټولو بد وضعيت کې دي او که دواړه هېوادونه سمې پرېکړې ته ونه رسېږي، ناوړې پايلې به ولري.

تمه ده، چې د امريکا بهرنيو چارو وزير ټيلرسن به نن مسکو کې له خپل روسي سيال سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي او هڅه به وکړي، چې د سوريې په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی کم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x