نظــر

د باتجربه خبريال يې دا حال دی…

تېره ورځ بي بي سي ویبپاڼي د بي بي سي د نړیوالو چارو د ایډیټور جان سمپسن هغه ليکنه خپره کړه چي ده پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ د احتمال په اړه پکي څېړنه کړي وه ، ښاغلي سمپسن په خپلي ليکني کي يادونه کړېده چي ده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم  بي بي سي ته  له کندهاره راپورنه چمتو کول ، ددې معنی داده چي يو خو سمپسن خپله يو پخوانی او با تجربه ژونالست دی او بل دا چي ده خپله طالبان ، د هغوي د حکومت طرز ، له خلکو سره د طالبانو چلند او پر هغه مهال  دافغانانو ورځنۍ چاري له نژدې ليدلي وې ، نو پر دې اساس په اوسنۍ څېړنه کي د ښاغلي سمپسن تحليل بايد يو واقعي او رښتينی تحليل وي تر څو د راتلونکي لپاره دده د څېړني له مخي سوې پېشبيني رښتيا وخېږي او خلک هم ورباندي باور وکړي.

ښاغلي سمپسن د خپلي څېړني په ترڅ کي هڅه کړې تر څو د طالبانو د تېر حکومت د انځور په وړاندي کولو سره خلکو ته دا فکر پېچکارۍ کړي چي د طالبانو بيا واکمني ځکه ممکنه نده چي خلک ورڅخه کرکه لري او نه غواړي چي بيا دوي په سختيو او ناوړو شرايطو کي واقع کړي.

خو آيا ښاغلي سمپسن د يوه عيني شاهد ، متعهد او با تجربه ژورنالست په توګه د طالبانو د تېر حکومت  انځور په سم شکل وړاندي کړی ؟
ښاغلي سمپسن د خپلي څېړني ؟ په يوه برخه کي د طالبانو د دورې يو عجيب انځور وړاندی کړی : (( که یو ښپېلکی مو وهلی وای، پایڅې مو له پنډیو لاندې ځوړندې وای یو ګډی مو الوزولی وای، سطرنج لوبه مو کړې وای او یا د یوه ژوندي موجود انځور مو درلودلای، ښايي نیول شوي وای، وهل ډبول شوي وای او یا هم اعدام شوي وای. ))

افغانان چي د طالبانو واکمني يې ښه په ياد ده ؛ کله چي به يې دطالبانو په اړه دښاغلي سمپسن دا خبره اورېدلي وي څومره به يې خندلي وي ؟ آيا له طالبانو سره د يوه سخت مخالف سړي به هم دا خبره زړه ته ولوېږي چي طالبانو هغه خلک اعدامول چي شپېلکی يې وهلي واي ، پايڅې يې له پنډیو لاندې ځوړندې وای، او يا يې کاغذ باد الوزولی وای ؟

که خپله له ښاغلي سمپسن نه پوښتنه وسي چي تا خپله په کندهار کي چي د بي بي سي لپاره دي هلته راپورونه چمتو کول داسي يوه پېښه وليدل چي طالبانو د شپېلکي وهلو يا کاغذ باد الوزولو پر سر يو څو اعدام کړيوي ؟ ښايي ځواب يې منفي وي ، نو چي ده خپله داسي څه نه دي ليدلي نو پر يوه داسي مهمه موضوع د څېړني لپاره يې ولي استدلال ورباندي کړی ؟ پر يوه خبره چي خپله څېړونکی او تحليلګر باور نلري آيا دده مخاطبين به ورباندي باور وکړي ؟

دا خبره سمه ده چي خلک د لنډ وخت لپاره پر ځينو درواغو باور کولاي سي ، هغه درواغ چي يو څه سر سره خوري ؛ خو د ښاغلي سمپسن درواغ داسي څه دي چي ګمان نه کوم دی خپله دي ديوې ثانيې هومره هم ورباندي باور وکړي نور خلک خو پرېږده !

اوس پوښتنه داده کله چي د يوه باتجربه خبريال او ژورنالست د څېړني دا حال وي نو د نوچکو خبريالانو او د غرب پرکاسه رالويو شويو بې تجربې ژورنالستانو به څه حال وي ؟

اصل خبره داده چي غرب او ددوي رسنۍ په نهايت کي له اسلام ، مسلمانانو ، اسلامي نظام او مجاهدينو سره سخت تعصب لري او دا تعصب يې تر داسي کچي سخت دی چي دوي يې ړانده کړيدي، ددوي له سترګو يې ددوي مشاهدات پټ کړي او هر څه ورته سرچپه معلومېږي.

اوس چي نړيوال کفري ائتلاف له خپل ټول زور سره سره د ماتي په درشل کي دی او خپلو تبليغاتي هڅو، لويو مصارفو او د زرګونو عسکرو مرګ يې د افغانانو له زړونو د اسلام، جهاد او طالبانو مينه ونسواي ايستلاي ؛ ګمان کوي چي په داسي تحليلونو به خلک له طالبانو منفور کړي.

طالبانو چي دافغان اولس له منځه ددوي په هر ډول ملاتړ له اولي ورځي د فساد، کورنۍ جګړې او ناامنۍ په مقابل کي سپېڅلې مبارزه پيل کړې تر اوسه الحمدلله د خپل اولس له پوره ملاتړه برخمن دي او د مؤمن اولس په منځ کي يې محبوبيت دبري راز دی.

 

قاري محمد يونس

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x