افغانستان

بېړنی خبر: په کابل کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): په پلازمینه کابل کې د چارو د ادارې مخې ته چاودنه وشوه چې له امله یې تر اوسه د مرګ ژوبلې دقیق معلومات نه دي تر لاسه شوي.

د کابل پولیسو د پيښې د تایید تر څنګ ویلي چې چاودنه پر ۴ بجې ماځیګر د چارو ادارې مخته وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته د پيښي پر مهال ویلي وه چې ابتدائي معلومات جوتوي چې چاودنه د یوه سرتیري بریدګر له لوري را منځته شوې خو نور معلومات په لاس کې نشته.

وروسته همدې وزارت اعلان وکړ چې د سرتیري برید په پایله کې څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

چاودنه د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د مراد خاني په سیمه کې د ابوالفضل په نامه امام بارګاه ته نیژدې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x