تبصره څه ده او څه ډول يې وليکو؟

محمد الله شيرزی

مخکې له دې چې تبصرې ته لاړ شو، ښه ده چې په ژورنالیستیکي ژانرونو باندې رڼا واچوو.

ژانر له فرانسوۍ کلمې اخیستل شوی، چې د چوکاټ او سبک په مانا کارول کیږي، هدف یې په هر علم او هنر کې د موضوعاتو کتګوري کول او بېلول دي.

په عمومي ډول ژورنالېزم کې موږ درې ډوله ژانرونه لرو:

۱ خبري ژانرونه: (خبر، راپور، مرکه)

۲ تحلیلي ژانرونه: (سرمقاله، تبصره، کالم، فیچر…)

۳ تبلیغاتي او هنري ژانرونه: (اوچرک، یونلیک، لحظه…)

ځینې بیا پدې برخه کې اوس طنزي ژانرونو باندې هم ټينګار کوي.

اوس راځو خپلې موضوع ته:

تبصره هم د تحلیلي یا څیړنیزو ژانرونو یوه اهمه برخه ده، چې خورا اوږد قدامت لري، دلته غواړو په تاریخچه یې لږ وغږیږو بیا به یې پېژندنې، ډولونو او د لیکنې سبک ته لاړ شو.

د ژورنالېزم پوهان وایي، چې تبصره له نن څخه نږدې دوه زره کاله وړاندې د یوه تن لخوا چې (جولیوس سزار) نومیده ولیکل شوه. دا چې وخت یې ډېر تېر شوی نو سبک یې هم تغیر موندلی او د اوس مهال له تبصرو سره زیات توپیر لري.

د یادونې وړ داده، چې لوی امپراطور( سزار) خپل مشهور جنګي یاداښتونه د (کومینتیر)، (مستند) په نامه یادول، چې دا اصطلاح زموږ د ژبې له تبصرې سره برابره ده. سربېره پر دې رومیانو او ایټالویانو داسې لیکنې لکه معاهدې، ادبي طرحې او اعلامیې هم د تبصرې په نوم نومولې.

په اروپایي خپرونو کې تبصره د لومړي ځل لپاره په نولسمه پیړۍ کې منځ ته راغله او د سیاسي مسایلو په هکله به وه. د هېواد په مطبوعاتو کې تبصره د لومړنۍ چاپي خپرونې (شمس النهار) سره جوخت په (۱۸۷۲ م) کال منځته راغله او ورپسې په (۱۹۰۶ م) کال په سراج الاخبار افغانیه جریده کې هم تبصرو ته ځای ورکړل شو. له دې ژانر څخه په پراخه پیمانه په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسایلو کې ګټه واخیستل شوه او اوس یې نو پوره وسعت وموند.

تعریف

تبصره یوه عربي کلمه ده، چې د یوې موضوع په اړه خپل نظر څرکندول دي، په انګلیسي کې ورته (Comment) ویل کیږي.

۱ – تبصره یوه هدفمنده او نیوکمنه (انتقادي) لید څرګندونه ده، چې زیاتره وخت انډول ساتونکي نه وي، تبصره تل د لیکونکي شخصي نظر څرګندوي او د لیکونکي نوم هم ورسره اخیستل کیږي.

۲ – د يوې پېښې يا حالت په باره کې د نظرونو څرګندولو يا د توضيحاتو وړاندې کولو ته تبصره وايي.
يا هغه تشريحي خبرې دي، چې د خاصو کړنو يا مراسمو په اړه (په ځانګړي ډول په رسنيو کې) کېږي، چې څه ډول دغه کړنې يا مراسم ترسره کېږي.

د سرمقالې سره یې توپیر پدې کې دی، چې سرمقاله د یوې ادارې او ارګان نظر څرګندوي او د لیکونکي نوم نه ورسره راځي، تبصره برعکس د یوه شخص طرز فکر دی، چې ورسره سم یې نوم هم راځي.

په اوسنیو مطبوعاتو کې تر ډېره اوس د تبصرو څخه د سرمقالې معادل کار اخېستل کیږي، چې په ورځنیو تازه سیاسي، ټولنیزو مسایلو او سپورت باندې وړاندې کیږي.

د یوې موضوع په اړه د مثبتو او منفو ټکو په مهارت سره په هر اړخیز ډول ښودنه د تبصرې اساسي موخه تشکیلوي، هغه که هره برخه ده، سیاسي، ټولنیزه، سپورتي…..

د تبصرې کولو هدف:

د یوه داسې اثباتیه سیستم جوړول دي، چې د پیښې، حالاتو او بهیرونو ماهیت راوسپړي، عامه ذهنیتونه روښانه او رښتني لورې ته یې لارښوونه وکړي. د تبصرې دنده دا نه ده، چې اوریدونکو ته د پیښو تازه مالومات وړاندې کړي، بلکې د یوې نوي موضوع په تړاو د خپرو شویو مالوماتو بشپړه ارزیابي کوي او پر عواقبو یې رڼا اچوي.

تبصره هیڅکه یواځې نه وي، بلکې په یوه راډيویي خپرونه کې یا له خبري سرویس راپور وروسته خپریږي. دا خبره ډېره مهمه ده، چې باید د تبصرې له وړاندې کولو مخکې په اړوند موضوع باندې راپور تېر شوی وي او یا یې یادونه شوي وي او ځانته انانس باید د ویاند له لورې ورته خپور شي.

د بیلګې په ډول:

د انانس پیل:(( درنو اوریدونکو لکه چې په خبرونو یا راپور کې مو واوریدل، په خوست کې ځنګلونه په ډېرې بې رحمۍ سره وهل کیږي، نږدې ده، چې ځنګلونه مو په خړو ډاګونو بدل شي. دادی ستاسو پام راګرځوو په دې اړه زموږ د نن ورځې چمتو شوې تبصرې ته.

د لیکلو چوکاټ:

ژورنالېست د تبصرې د لیکلو پر مهال د جوړښت داسې توکي کاروي، چې د لیکوال سره د محتوا په لیکلو کې مرسته وکړي.

لومړۍ په سریزه کې د پیېښې په اړه رارسیدلی خبر ترسیموي.

دویم: تبصره کوونکی هغه پوښتنې ځانګړې کوي، چې ځوابونه یې تر لوستونکي او اوریدونکې پورې ورسیږي.
دریم: لیکونکی پکې ښکاره خپل هدف وړاندې کوي او په اخري برخه کې پایله یا نتیجه ګیري کوي.

د تبصرې لیکلو څلور اساسي ګامونه:

۱- د موضوع ټاکل

۲- د حقایقو او مالوماتو راغونډول

۳- د ښو کلمو او عبارتونو ټاکل

۴- په خلص ډول نتیجه ګیري کول.

د تبصرې په لیکلو کې تر ټول مهمه لومړنۍ جمله ده، چې باید ډېره جذابه او له تلوسې ډکه وي، ترڅو اوریدونکی تر پایه درسره پاتې شي. سرلیکونه په دوه ډوله ورته جوړیدای شي:

الف- موافق:

دادی بالاخره هغه ورځ راورسیده!
دا د خوست میشتو لپاره یو ښه زیری دی!
حکومت یو د ستایې وړ ګام واخېست!

ب – مخالف

دا د باور وړ نه ده!

دا د افغانانو لپاره یوه توره ورځ ده!

حکومت به پدې سره نو څه ترلاسه کړي!

تبصره هم په ژوندۍ بڼه وړاندې کیږي. لکه دلوبې پرمهال هم په ثبتي ډول. لکه سیاسي، ټولنیزې او نورې

د تبصرې لیکلو فن:

د نړۍ په هره پېښه یا موضوع تبصره کیدلی شي، په کومه پنځونه کې چې تبصره لیکوال تبصره کوي. هغه ته د تبصرې موضوع ویل کیږي. د تبصره کوونکي لپاره د موضوعاتو قید نه وي، خو بیا هم په هره موضوع د تبصرې کولو اصول وي.

ژورنالیستیکي تبصره لیکنې ته په پام موږ مهمې موضوعګانې ټاکو، هغه درجه بندي کیږي، څو د تبصرې کولو د اصولو وضاحت او جاج اخیستل اسانه شي.

د تبصرې ‌ډولونه:

د محتوا له مخې: ۱ ټولنیزې ۲ موضوعاتي
د شکل له مخې: ۱ اخباري ۲ څیړنیزې ۳ تبلیغي – ادبي

د تبصره لیکوونکي ځانګړنې:

په کوم تخلیق، تالیف او یوه مشخصه موضوع باندې تبصره لیکوونکي ته تبصره لیکوال (تبصره کوونکی) وایي. په لاندې ډول یې ځانګړنې یادوو:

طبیعي میل

په ژبه او وینا برلاسي

د پریکړې ځواک

له فني غوښتنو څخه خبرتیا

ناپلېیتوب

له قوانینو سره بلدتیا

له اخلاقي اصولو څخه خبرتیا

توازن

ټولنیز ارزښتونه

له پالیسۍ څخه خبرتیا

پراخه مطالعه

د خواخوږۍ نظر

د تبصرې پیاوړي او کمزوري اړخونه

پیاوړي

کمزورې

فکټونو، پرمختیاوو او تېرو مالوماتو ته نظم او ترتیب ورکوي او هغه ارزیابي کوي.

له اوریدونکو سره د خپلې شخصي مفکورې په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

واقعي وي (جدې ولولې او دریځونه پکې څرګندیږي)

تبصره لیکونکی د اړونده موضوع په باب هر اړخیزو مالوماتو ته اړتیا لري، په لنډ وخت کې ډېر کار
هر تبصره لیکونکی د پیاوړي شخصیت او اغیزمنې ژبې درلودونکی نه وي.

تبصره لیکونکی د بل اندو له نیوکو او مخالفو ګوزارونو سره مخامخ وي.

د ژورنالیستیکي تبصرې او ادبي کره کتنې ترمنځ توپیر:

په ژورنالیستیکي تبصره، د ادبي کره کتنې سره تقریباً د ژورنالېزم او ادب هومره توپیر لري. د ورځپاڼو، رسالو او نورو رسنیو په تبصره لیکنو کې په بنسټیزه توګه د ژورنالېزم اصولو ته پام کیږي، هلته په علمي او ادبي کره کتنه کې د ادبي غوښتنو پوره کولو ته هرومرو پام کیږي.

په علمي او ادبي کره کتنه کې د کتاب یا بلې پنځونې تفصیلي جاج اخیستل کیږي. د مسلکي غوښتنو له مخې د هغه مضمون، منځپانګې، موضوع، ژبې بیان او نورې ښیګڼې بیانیږي.

په ژورنالیستیکه تبصره کې تبصره لیکوال یواځې لوستونکي ته د اړینو مالوماتو د برابرولو لپاره ځینې وختونه له سختې ژبې کار اخلي، په پوره هنر سره د موضوع تل ته ځان رسوي.

په عمومي ډول ژورنالیستیکه تبصره لنډه او له کره مالوماتو ډکه وي، خو ادبي کره کتنه بیا پراخه غېږ کې لویه اډانه تشکیلوي، ټولې ښیکڼې او بدګڼې په تفصیل سره وړاندې کوي.

ارزونه او ارزیابي:

د تبصرې په وروستۍ برخه کې خپل دریځ یو ځل بیا په ډاګه کړئ، چې پدې توګه اوریدونکي یواځې د نورو له نظریو څخه نه، بلکې ستاسې له شخصي دریځ نه هم خبر شي. د اړونده ستونزې له پاره د “کیدای شي ” یا “هم …. او همدارنګه…” د هواري او یا حل له وړاندې کولو څخه ډډه وکړئ. ځکه په دې حال کې اوریدونکی نه شي پوهیدلی، چې تاسې پخپله د کوم لوري له دريځ څخه ملاتړ کوئ. تاسې باید د یوه تبصره لیکونکي په توګه هرو مرو خپل ټاکلی لید او دریځ ولرئ.

اغیزمن پای:

لکه چې په پیل کې وویل شول، تبصره نه یواځې یوې پیاوړې جملې، بلکې یوه ځواکمن او اغیزمن پای ته اړتیا لري. همدارنګه په تبصره کې هم باید فضا له پیل نه تر پایه پورې راښکونکې یا جذابه وي. خپله تبصره په بې کړنګه او یې شرنګه پای ته ورسوئ. له دې پرته به مو اوریدونکی ځان یواځې او بې غورڅنګه احساس کړي او ښایي داسې وانګیري، چې د تبصرې په اوریدلو سره یې وخت خوشي او او بې ګټې تېر شو.

سرچینې:

۱- هڅاند، ګل شریف. مطبوعاتي ژانرونه، ۱۳۸۸ل

۲ – د راډيویي ژورنالیستانو لپاره. میدیوتیک رسنیز مرکز، ۲۰۰۶م

۳ – وحیداحمدزی، امیرجان. کالم فیچر او تبصره. ۱۳۸۹ل

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د