ادبي لیکني

د نویو ژرنالیستانو لپاره د سوژو د پیدا کولو ستونزه

نصرت الله تسل
په ټوله کې کله چې یو ځوان د ژورنالیزم په ډګر کې پلونه پیلوي، نو طبیعي ده، چې د موضع په پیدا کولو کې به ستونزې ولري او دی به د زرګونو وګړو تر منځ ناسته ولاړه لري، له افراط پرته چې د ټولو خلکو ژوند کې د رپوټ کې لپاره بیلا بیلې سوژې موندلی شي او کچیرې د همدې ډګر نوي ګډونوال کومه موضوع پیدا هم کړي، نو هغې ته به زړه نا زړه وي، دوی فکر کوي، کچیرې دا موضوع رپوټ کړم، فډبک به یې څه وي؟ ایا ددې موضوع په رپوټ کولو سره به مې د موادو د راټولو خواري اوبه یوسي نه سي؟

ایډیټر او یا د رسنۍ مشر به راته څه وايي؟

او دې ته ورته نورې ډیرې داسې پوښتنې به یې پر ذهن خوارې وي، چې د نوموړي لپاره د موضوع په رپوټ کولو کې خنډ ګرځیدلی شي.

هو، دا سمه ده، چې د ژورنالیزم په مسلک د نویو داخیلو لپاره په لومړیو کې د ریپوټونو لپاره د سوژو پیدا کول تر ټولو ستره ستونزه بلل کیږي او بیا د داسې موضوع پیدا کول، کومه چې په مشر او ایډیټر منل کیږي، ځکه هر ژونالیست د موضوع له انتخاب وروسته خپلو مشرانو ته د رپوټ مهموالی ښيي، هغوی قناعت غواړي. تازه دمی ژورنالیست به څنګه خپل مشر ته د رپوټ هغې مهمه او اغیزمنه زاویه و ښودل شي چې مشر دې ورته دې پر همغه سوژه د رپوټ کولو تابیه و ښيي.

دا ستونزه ده، خو ستونزه هم نده؛ هغه داسې:
ستونزه پدې ده، چې سوژې انتخاب کړو هغه رپوټ کړو موږ غواړو پرمختګ وکړو او ایډیټر یې را سره نه مني ځکه د موضوع په اړه هغوی ته په قناعت ورکولو، د موضوع ارزښت روښانولو کې ورته پاتي راځو.

که موږ ورته ووایه چې دا موضوع اړینه ده او دی وايي څنګه اړینه ده، نو دلته ده چې موږ پدې ډګر کې نوي یو، بې تجربې یو او دا مو له وسه نه ده پوره، چې دا (څنګه) ورته داسې ځواب کړو، چې مقابل لوری پرې قانع کړی شو.

اسانه پدې ده، چې که چیرې د ژورنالیزم په نړۍ کې هر قدم په دقت او هوښارتیا واخلو، د سیمې او نړۍ په کچه مخکښ هم مسلکیان تعقیب کړو، د هغوی د موضوع اتنخاب وګورو، لږ پدې مسلک کې پاخه شو، هرې موضوع ته له مخلتفو زاویو وګورو، پر هرې موضوع کې حیرتیا، اغېز، د پوښښ کچه ….. او جالبوالی وپلټو
نو د دې وړتیاوو په زده کولو سره به مو عادي موضوع دومره جالبه کړي وي، چې ایډیټر او سینیر ایډیټر به راته په افرین ویلو سره د موضوع د رپوټ کولو هرکالی کوي.

د ژورنالیست په اړه ویل کیږي، چې د ټولنې د نور وګړو خلاف شپږم حس هم لري، یعنې دلته د ژورنالیست دقت او ذهنیت باید همدومره ویښ هم وي، چې د شپږم حس درلودلو معادل وي.

د موضوع د پیدا کولو لپاره لومړۍ کله چې موږ سهار له کوره تر دفتر ه را ورانیږو، که دا واټن یو کیلو متر وي یا که لرې له یوې ولسوالۍ راځو، نو پدې جریان کې د رپوټ کولو ډیری سوژې شته، خو که موږ د شپږم حس هغه سترګې ولرو، په کومو چې د موضوع اړوند شیان ولیدی شو، د شپږم حس هغه دقت ولرو چې د رپوټ لپاره یاده موضع پرې درک کړی شو.

دلته د واټن خبره ځکه را اخیستل شوي، چې نوي ژورنالیستان به فکر کوي، چې ګواکې په لنډه فاصله کې به لږې او په لرې واټن سره به ډیرې د رپوټونو سوژې پیدا کیږي. هو، د دوی دا فکر پر ځای دی، خو دا هم شوني ده، چې د دقت خاوندان په یو میل واټن طۍ کولو سره د رپوټ داسې سوژه پیدا کړي، چې هغه په نړیواله کچه د رپوټ کولو ارزښت ولري.

یعنې د رپوټ لپاره په هره سیمه او او فاصله کې د سوژو پیدا کول شوني دي.

بیلګه: ته سهار وختي له ولسوالۍ تر دفتره را روان یې د رپوټ لپاره دې د ولسوالۍ خلکو تر ټول ستره اړتیا، هلته د پلونو نشتون دی، دوی د بارنونو د ابو پرمهال له مختلفو ستونزه سره مخامخ کیږي، همدا موضوع دې ټاکلي ده. ښار ته په راسیدو سره له کلي کې مړ شوی څاروی پورت دی څو کسان پرې راټول دي، ته د موټر له ښیښې یو هلک ته ور غږ کړې، چې خیر خو به وي څه خبره ده؟

هغه په ځواب کې وايي، غوا ناروغه وه، مالک یې حلاله کړه، دا دی اوس یې قصاب پسې را وستی دی، غوښه یې پرې خرڅوي، نو تا ته فکر پیدا کیږي، دا څاروی خو د ښارولۍ په کوم مسلخ کې نه دی حلال شوی، غوښه یې هم نه ده معاینه شوي، ښاروالۍ ته پرې مالیه نه ده ورکړل شوي، د کوم ډول ناروغۍ له امله به مړ شوی وي؟

دا د څارویو څه ډول ناروغي ده؟

ناروغي اوسنی که له پخوا همدا سیمه کې شته؟ ……

بس دا رپوټ لپاره ډیره مهمه سوژه شوه، ځکه دولت پرې مایله نه اخیستي، کیدای شي کومې داسې خطرناکې ناروغۍ مړ کړی، چې که انسان یې غوښه وخوري ناروغي یې هغې ته سرایت وکړي.

د دې پرځای چې غوښې یې وخوړل شي، که معاینات یې وشي ډاکتر وايي، چې په غوښه کې نا علاجه مکروب ګډ دی، مړ شوی څاروی لس متره ژور په ځمکه کې خښ کړی او نور…………….

نو زړه تنګول ندي پکار، ځکه چې د نویو ژورنالیستانو لپاره د موضوع پیدا کیدو ستونزه تر ډیره په تجربه، د نور جورنالیستانو او د ټولنې د روانو حالاتو پر تعقیب او دقت کولو سره حل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x