نظــر

دفاریاب په مرکزي محبس کي څه روان دي !

دفاریاب  له مرکزي زندان څخه دسیاسي بندیانو  دشکنجه کیدلو او نادرکه کیدلو راپورونه ورکړل شوي، په دې وروستیو کي  په هیوادکي دځینو نورو ولایتونوغوندي  دفاریاب  له محبس څخه  هم دسیاسي بندیانو ایستل کیدل  پیل شوي، له زندانونو څخه په داسي ډول بندیان بیول کیږي  چي بیایې   تر ډیره وخته دامعلومات نه وي  چي همدا له بندیخانې ایستل شوي  بندیان ژوندي دي اوکه ژوندي دي نوپه کوم ځای اوڅه ډول حالت کي ساتل کیږي  اوکه په مرموزه توګه په شهادت رسول کیږي .

دفاریاب ولایتي مسؤلینوپه روانه اونۍ کي یو ځل بیاهڅه کړې  چي دیاد شوي ولایت له  مرکزي محبس څخه  ځیني اسیران دنامعلومودلایلوله مخي وباسي، خونوربندیان دچارواکو ددې کارمزاحم شوي تردې پوري چي دچارواکواوبندیانوترمنځ نښته  کي یوشمېراسیران شدیدټپیان شوي دي .

دفاریاب له زندان څخه ننني رپوټونه چي دعیني شاهدانود خبرواومشاهداتوپربنسټ چمتو شوي  وایې چي :دتیري ورځي داخ وډب وروسته نن سهارترلمانځه وروسته چي اسیرانودخپل معمول سره سم دقرانکریم  تلاوت اوددیني کتابونودرس پیل کړ،دمحبس چارواکودبندیانودهمدې مشغلې څخه په ناوړه ګټه اخیستنه وغوښتل چي مطلوب بندیان  له محبس څخه وباسي،خودتېرځل په څېربندیانونن هم دچارواکوددغه بشرضدکړني مخه ونیوله اودوی ونه توانیدل چي دبندیانودنادرکه کولو؟؟! پروسه پرمخ بوزي .

وروسته دزندان مسولینواوساتونکوچي په وسلوسمبال ووپرمظلوموبندیانوهجوم وروړ،قرانکریمونه اونورکتابونه یې ځني واخیستل اوټولوته یې اورواچاوه،بندیانودچاراکودهمدې بدعمل پرضددنه خوړلوپه اعتصاب لاس پوري کړ، خودمحبس دچارواکو لازړه نه ویخ شوی، دبندیانوپه وهلو- ټکولواوډزویې  پیل  وکړ چي له امله یې ۱۰۰تنه جنایې اوسیاسي اسیران ژوبل شول، په ټپیانوکي ۱۰تنه یې یوازي په مرمیولګیدلي  چي د۳کسانوحالت  پکي ډیرنازک ښوول شوی دی .

په افغانستان کي  دیرغلګروځواکونواودکرزي رژیم  دنورومحبسونوغوندي دفاریاب په محبس کي هم له بندیانوسره په پراخه پیمانه  غیر انساني چلندادامه لري .اسیرانوته  پرجسماني تعذیب اورواني ځورسربیره دهغوی دغذایې  موادوکیفیت اوکمیت ته   بیخي پاملر  نه نه کیږي، زیاتره بندیان دناسموخوراکي موادودخوړلوله کبله  له اوږدمهاله اوساري ناغیوڅخه کړیږي .

دزندانیانوڅخه په نقل قول ترتیب شوو رپوټونوکي ویل شوي، چي دفاریاب په مرکزي محبس کي زندانیان په ډیرناوړه حالت کي شپې تېروي، په ټوله کي دفاریاب په مرکزي محبس کي سیاسي اسیرانوله دغه زندان  څخه دځینوبندیانودنادرکه کیدلو،دچارواکودوحشیانه کړنواوخپل مجهول برخلیک دعکس العمل په توګه دنه خوړلواعتصاب پیل کړي . همداډول اعتصابونه په تېروڅومیاشتوکي په پلڅرخي ،کندهار،فراه، هرات، غزني اوکونړولایتونوپه زندانونوکي هم   تر سره شوي ،خودکرزي حکومت قضایې اوعدلي ارګانونود مظلومو زندانیانوپرله پسې  اعتصابونواواحتجاجونوته چندانې پاملرنه نه ده کړې، اسیران ترپایه دبندیخانوپه سخت اوحشتناک حالت کي پاته شوي دي .

سیدشریف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x