د کندز په دشت ارچي کې هندي چورلکو کلی بمبار کړی / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې هندي چورلکو پر یوه کلي بمبار کړی چې له امله یې د کلي جومات او شاوخوا ټول کلی تخریب شوی دی.

بمبار د دشت ارچي ولسوالۍ د شهروان په سیمه کې را منځته شوی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د پيښې د تایید تر څنګ وویل چې په پېښه کې کوم ملکي وګړي ته ځاني تلفات نه دي اوښتې خو ټول کلی ویجاړ شوی او ورسره د کلي جومات هم له منځه تللی دی.

مجاهد زیاته کړه چې دغه کلی له څه مودې راهیسي اوسیدونکو تخلیه کړی وو، ځکه په کښي چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

نوموړي وویل: «نن دکندز دشت ارچي شهروان سیمه کې هندي چورلکو ټول کلی اودکلي مسجد په بمبار کې ویجاړ کړل، خو چاته د سر زیان نلري سیمه له خلکو خالي وه».

باید وویل شي چې هندوستان د کال ۲۰۱۵ په دیسمبر میاشت کې افغانستان ته څلور جنګي روسي چورلکې (Mi-24d) ورکړي وې او د هغه تر مخه یې د هندوستان خپل جوړ ۳ چیتال (cheetal) چورلکې ورکړي وې.

ځیني ناتایید شوي راپورونه ورکړل شوي چې ددغو الوتکو پیلوټان هم هندیان دي.

تر اوسه دولتي چارواکو ددې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د