پياوړتيا مو په وحدت کې نغښتې

ليکوال : راشد رشيد ننګيال

له نيکه مرغه مسلمانان ديو ښه تمدن او بی سياله تاريخ درلودونکی دی.

دتيرو اتلانو ياد ته يواځی تاريخ روح وربښي ، دلويو سوبو ګټونکی په فکری لحاظ تاريخ توليد کړي، بي تاريخه امت لکه بی ريښو ونه ،که نن يا پرون وچه شوې نوي، نو صبا ته به حتمي وچه شی.
وحدت چی دمسلمانانو لپاره دډيرو پرمختګونه پيلامه ده تاريخ يي د خپلو زرينو پاڼو په څو کرښيو کی داتلانو دشاهکاريو داسی بيان کوی.
هرکله چی علی رضی الله عنه شهيد شو له حضرت حسن رضی الله سره دانتقام اخيستنې ترنامه لاندې څلويښت زره [۴۰۰۰۰] کسانو دمرګ تر نيټې بيعت وکړ حضرت حسن رضی الله تعالی [۱۷۰۰۰] کسان په عراق او خراسان کی پريښودل او نور ټول يې له ځان سره دجنګ په لښکر کی بوتلل.

له بلې خوا معاويه رضی الله عنه هم د مقابلې لپاره خپل لښکر راروان کړ ،کله چې دواړه ډلې يو بل ته په ناحية الانبار نومي ځای کی مخامخ شوې، نو حسن رضی الله عنه له خپل ځان سره وويل: له دواړو ډلو څخه به يوه هم بريمنه نشی تر څو چی له مقابل طرف څخه زيات شمير وژل شوی نه وی.

دلته بايد سوچ وکړو چی ولی حسن رضی الله عنه داسي وويل پداسی حال چی په حقه هم همدا حسن رضی الله عنه وو او ښه زيات جنګی وفادار کسان هم ورسره ول.

بايد ووايم چی معاويه هم اجتهاد کی غلط شوی وو قصدا يي په ناحقه جګړه نه کوله.

حسن رضی الله عنه له ټولو جنګی امکاناتو سره سره معاويه رضی الله ته چی مسلمان او صحابی ده دسولې او روغې جوړې وړانديز وکړ.

دحسن رضی الله عنه په هڅو دواړه دمسلمانانو ډلې روغې جوړې ته تيارې شوې.

معاويه رضی الله عنه حسن رضی الله عنه ته وويل: ته دی خلکو ته يوه وينا وکړه.

حسن رضی الله عنه پاڅيده او داسي وويل: ای مسلمانانو! يابه زه په حقه يم يا معاويه خو زه دا هرڅه د الله درضا لپاره او دخپل باباجان دامت د اتفاق او وحدت لپاره پريږدم.

دوينا په آخر کی يې وويل : ای معاويه! خليفه هغه څوک وی چی درسول الله صلي الله عليه وسلم پر سنتو عمل وکړی داسی څوک خليفه نشی کيدلی چی ظلم پيژنی او بس، خليفه بايد دنيا او مال خپل مور او پلار جوړ نکړی
ويل کيږی چی دده دلښکر دمخکينۍ برخې (مقدمة الجيش) چی شمير يې (۱۲۰۰۰) تنو ته رسيده يو مشر راغی او داسی يې ورته وويل: السلام عليک يا عار المؤمنين، سلام دی وی پر تا ای شرم او پيغور دمسلمانانو، دده مطلب دا وو چی ته له هرڅه پوره او پر حقه هم وی نو بيا دی ولی خپل حق چی مشرتوب ده پريښود.

ده رضي الله عنه ورته وويل: العار خير من النار، داچی ما جګړه کړی وای نو ډير مسلمانان به وژل شوی وای خدای مه کړه جهنم ته به تللی وای تر دی خو داپيغور راته ښه ده چی خلک ووايي حسن رضی الله له مشری تير شو
او بيا يې وويل : دابده ګڼم چی مسلمانان داقتدار لپار ووژل شی.

سبحان الله! په بخاری کی له ابی بکرة رضی الله څخه روايت د ه هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم حسن رضی الله عنه اصحابو ته وښود او داسي وويل: زما دا لمسي سيد ده اميد لرم چی الله تعالی به دمسلمانانو د دوه لويو ډلو ترمنځ دده په لاس روغه جوړه وکړی او دده په واسطه به متفق شی.

درنو لوستونکو! دامت ريښتينی مشران بايد دامت دوحدت تکل وکړی ،

لکه څرنګه چی الله تعالی فرمايي

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ﴿۴۶﴾(الانفال)

همدې الهي لار ښونې ته په پام بايد ووايم: زمونږ وحدت زمونږ ټول مقاصد بشپړوی او زمونږ له دښمنانو مونږ ته نجات راکوی، که متحد شو نو دټول بشريت لپاره به نعمت وګرزو،که تيت او پرک شو نو که هر څومره ډير هم يو په نړۍ کی به هيڅ وزن و نلرو.

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا —﴿۱۰۳﴾ (ال عمران)

دې الهي لارښونې ته په کتو مسلمانان بايد دالله په رسۍ(قرآن کريم او احاديثو) باندی منګولې کلکې کړی ،
دتروړلی برم اوعظمت لاسته راوړل يواځي په وحدت ممکن دی.

هر مسلمان مکلف ده چی په ټوليزه توګه دمسلمانانو خپلمنځی اختلافات چي ځيني شکوک اوشبهات يې زيږوي له منځه يوسی .

مسلمانان بايد هغه وخت په خپلو مشرانو باور وکړی چی کله يي يو والی او اتحاد ته وهڅوی ، د مسلمانانو مشران بايد داختلاف اچوونکو ريښې وباسی او په لمنځه وړلو کی يې دهيچا پروا ونکړی ځکه ونه دخپل يوه ډډ په مټ په تبر وهل کيږی او ټوله له منځه ځی.

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰۳﴾ (ال عمران)

ژباړه: پام كوئ! تاسي د هغو خلكو غوندي نشئ چي په ډلو وويشل شول او له روښانه څرګندو لارښودنو موندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کښي اخته شول، چا چي دا چلن غوره کړيدى، هغوى به سخته سزا ومومي؛
هر مسلمان بايد دصبر او استقامت په مټ داسلام ددښمنانو هغه توطيې چی دمسلمانانو اتحاد ګواښي له يوې مخې شنډې کړی.

وحدت دمسلمانانو دفاعی کمربند ته د پولادی ديوال په څير اهميت لری، ځکه يې مکار دښمنان له ټولو زاويو په هره زمانه کی د فکر او نظام له لاری د ځپلو هڅې کوی.

الله تعالی دمسلمانانو ترمنځ وحدت او دهغوۍ خپلمنځي مينه په خپلو ځانګړيو انعاماتو کی ياد کړی، مسلمانان بايد پوه شی چی له اوسني محکوميت څخه يې دخلاصون په لار کې ترټولو ښه توښه وحدت ده، خپلمنځي شخړې او اختلافات مسلمانان دهغو خواهشاتو په لور بيايي کوم چی له يوې مخې دټول امت په زيان تماميږې.

نو خدای مه کړه که تفرق وکړو الله تعالی به لوی او دردناک عذاب په دنيا او اخرت کی راکړی.

د الله تعالی له عذاب څخه نجات غواړو…