ګارډين: د سوريې په اړه د ډونلډ ټرمپ پنځه ضد او نقيض پاليسۍ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): ګارډين برتانوي ورځپاڼې د سوريې په اړه د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاليسي ضد او نقیض بللې او وايي، چې يوازې د دوو اونيو په ترڅ کې يې د سوريې په اړه پنځه ځله مختلفې خبرې وکړې.

لومړی- شونې ده بشار الاسد په واک کې پاتې شي: دا هغه سياست دی، چې امريکا له ۲۰۱۳ راهیسې پيل کړی او د روان کال د تېر مارچ مياشتې په دېرشمه يې په خپل ټويټر کې وويل: «دې کې کومه ستونزه نه شته، چې بشارالاسد دې په واک کې پاتې شي او د سوريې کړکېچ ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.»

د جنورۍ په شلمه، چې ټرمپ واک ترلاسه کړ، لومړنۍ وينا يې دا وه، چې «تاسې له سوريې سره جګړه کوئ او سوريه له اسلامي دولت ډلې سره. تاسې بايد له داعش ډلې ځانونه خلاص کړئ» او له هغې وروسته يې بشارالاسد خپل ايتلافي وباله. همدغه څرګندونې نورو امريکايي چارواکو هم وکړې. په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير نيکلي هيلي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن د تېر مارچ په دېرشمه نيټه وويل، چې د بشار الاسد له منځه وړل، نور د امريکا اولويت نه دی او د بشار الاسد د پاتې کېدو او يا ګوښه کولو پرېکړه بايد د سوريې ولس وکړي.

دويم- د کيميايي وسلو له کارولو وروسته: اسد بايد له واکه ګوښه کړای شي. د اپرېل له پنځمې تر شپږمې امريکايي چارواکو د اسد د ګوښه کولو څرګندونې کولې. ډونلډ ټرمپ وويل، چې د اسد له لوري د کيميايي وسلو کارول د بشريت ضد کارونه دي او د دغو کيميايي وسلو په غبرګون کې يې د شعيرات هوايي ډګر په نښه کړ. امريکا د شعيرات پر هوايي ډګر له پنځوسو زيات کروز توغندي وتوغول او دولس جنګي الوتکې يې ويجاړې کړې.

درېيم: ستونزه بشارالاسد نه، بلکې د کيميايي وسلو کارول دي: د اپرېل له شپږمې تر لسمې امريکايي چارواکو ويلي، چې د سوريې حکومت تر ټولو ستر جرم دا دی، چې د ولسي خلکو پر ضد کيميايي وسلې کارولي دي. د ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار د شعيرات پوځي اډې د په نښه کولو لپاره ستر دليل د اسد له لوري د کيميايي وسلو کارول وبلل، خو په دغو څرګندونو کې يې د بشارالاسد د لرې کولو په اړه څه ونه ويل.

څلورم- د اسلامي دولت ډلې ځپل اولويت دی، د بشارالاسد د ځپلو يا پرېښودو په اړه به وروسته پرېکړه کوو: امريکا دغه څرګندونې د دې لپاره وکړې، چې کېدای شي روسيه ورسره په دې سلا وکړي او دغه خبرې يې د اپرېل په نهمه وکړې.

د امريکا بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن د اپرېل په نهمه يوه خصوصي ټلويزون ته وويل: «زموږ لومړيتوب دا دی، چې داعش ډله وځپو» او هيله يې څرګنده کړه، چې په دې اړه به له روسيې سره په ګډه پرېکړه وکړو.

ټيلرسن ويلي، چې سوريه کې د مسکو له اغېزه په ګټې اخيستو امريکا غواړي د سياسي جوړجاړي لپاره هڅې پيل کړي او په دې اړه د جينوا راتلونکي کنفرانس کې ټولو اړخونو ته د ناستې او ګټورو خبرو بلنه ورکړي.

پنځم- واشنګټن به د سوريايي الوتکو د کيميايي وسلو ځواب په پوځي ژبه ورکړي: د اپرېل په لسمه واشنګټن وويل، چې د بشار الاسد د کيميايي وسلو په غبرګون کې يې توغندي تيار کړي او که بل ځل يې پر خلکو کيميايي وسلې وکارولې امريکا به هم پرې بريدونه وکړي. دا څرګندونې د سپينې ماڼۍ د وياند شون سپايسر دي، همدغه ډول څرګندونې د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس هم کړي دي.

د مقالې په پای کې ليکوال سپينسر اکريمن وايي، چې «موږ اوس دېته په تمه يو، چې ټيلرسن به مسکو کې د امريکا شپږم سياست څه ډول څرګند کړي، چې کله مسکو کې له خپل روسي سيال سره وګوري.»

ليکوال وايي، چې د منځني ختيځ په اړه د امريکا سياست بې باوره دی او په دې اړه د وروستۍ پرېکړې وړاندوينه تراوسه ناشونې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د