fbpx

دبلوچستان ایالت ګوادر ښار کي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې.

چاودنه د ګوادر ښار هوايی ډ‌ګر ته څېرمه د سړک پر غاړه موټر سایکل کي د ځاي پر ځاي شوي چاودیدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده.

د پیښې له ځایه تر اوسه پوري درې ژوبل کسان نژدې روغتیايي مرکز ته رسول شوي، چاودنې شاوخوا دکانونو او ودانیو ته هم زیانونه اړولي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم دبلوچستان ایالت لومړي وزیر نواب ثناوالله خان زهري چاودنه غندلې او امنیتي کسانو ته يی امر کړی چې د پیښي په اړه ورته ژر تر ژره پوره مالومات ورکړي.

باید وویل شي چې له تیري یوي لسیزي راپدیخوا بلوچستان ایالت کي امنیتي پیښي رامنځ ته کیږي، چې تر ډیري کچې ورکې د دغه ایالت کي بیلتون غوښتونکي بلوچ وسلوال لاس لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د