افغانستان

پاکستان په انګور اډه کې نوي تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د پکتیکا قومي مشران وايي چې پاکستان یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د انګورې اډې په سیمه کې پوځي تاسیسات جوړول پیل کړي دي.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګورې اډې سیمې قومي مشر قدرت الله رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ سهار پاکستاني پوځیانو د «ځوابي» سیمې پر غره نوي تاسیسات جوړول پيل کړي دي، چې له امله یې یو ځل بیا د سیمې خلک د جګړې او نوې شخړې څخه وېرېدلي.

دوی وایي چې په سیمه کې نن دوکانونه له همدې وجې بند وه، ځکه وېره وه چې افغاني ځواکونه به عکس العمل وښيي.

خو په سنګرونو کې ناست امنیتي ځواکونو ویلي چې دوی ته تر اوسه امر نه دی شوی چې څه باید وکړي، ځکه نو انتظار دي.

د پکتیکا دولتي چارواکي د پاکستاني ځواکونو له لوري د نوې پرمختګ په اړه چوپه خوله دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه پاکستاني ځواکونو د انګور اډې په سیمه کې د ډیورنډ کرښې څخه د افغانستان اړخ ته پوځي تاسیسات او یوه دروازه جوړه کړې وه چې د رسنیو له لارې تر افشا کېدو او ولسي غبرګون وروسته یې بیرته افغانستان ته وسپارل.

اوس هم د سیمې اوسیدونکي وايي چې پاکستاني ځواکونه تر خپلې ټاکلي کرښې شل کیلومتره د افغانستان خاورې ته را ننوتلي او هلته یې پوستې جوړي کړي دي.

باید وویل شي چې پاکستان د باجوړ او کرمې ایجنسې په سیمه کې پر ډیورنډ کرښه اغزن کتاړې جوړول پیل کړي چې د دغه هیواد د پوځ مشر یې افتتاح وکړه او چاري یې په چټکۍ سره پر مخ رواني دي خو تر اوسه هم د افغانستان حکومت داسي عکس العمل نه دی ښودلی چې نتیجه ورکړي.

ویل کیږي چې په لندن کې د سرتاج عزیز او حنیف اتمر تر منځ د وروستي ملاقات وروسته د یوې پټې معاملې په ترڅ کې دغه پرېکړه شوې خو ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت په دغه اړه په جریان کې نه دی اچول شوی، هغوی یې کله نا کله پر ضد اعلامیې خپروي خو حکومت له جدې اقدام څخه ډډه کوي او د ولسي غبرګون له ویرې د هغه ملاقات نورې پرېکړې یې هم پټي ساتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x