دفلکي علومو لارښود (33) دتخریج الأوقات لپاره دوختو دزاویو پېژندنه

مفتي احسان اللّه

دلمنځو دوختونو تخریج

دلمنځو دتخریج نه وړاندي، دفارمولو دحل لپاره دڅه اړین معلوماتو پېژندنه لازمي ده، هغه په لاندي ډول دي.

1- دکوم ځای لپاره چې وخت ومعلومو، دهغه عرض البلد، چې په B سره ترینه تعبر کو.

2- دکومي ورځې لپاره چې تخریج کو، دهغې ورځي میل شمس، چې په D سره ترینه تعبیر کو.

3- دکوم وخت چې تخریج کو، دهغه وخت دلمر زاویه، چې په A سره ترینه تعبیر کو.

یادونه:

میل شمس دلمر دحرکت له امله په هره لحظه کې بدليږي، نو که دورځي په اوږدو کې دهر وخت لپاره ځانته میل معلوم شي، دا به نور علی نور وي، خو دا ګران کار دی، ځکه مو دکتاب په اخیر کې دمیل شمس جدول ورکړی دی، له هغه نه به استفاده کو، خو په جدول کې که له میل سره د نفي علامه وه، نو میل منفي او کنه، نو مثبت دی.

همدا شان دنړۍ په سطحه معیاري وخت زوال لپاره مو هم دکتاب په اخیر کې اسانتیا لپاره جدول لیکلی دی، چې په اسانی سره ترینه استفاده کولای شئ.

تر هر څه اول به دوختو زاویې وپېژنو:

1- دصبح صادق او عشا لپاره 18- یا 15- درجې زاویه زیر افق دی، او له سمت الرأس نه بالترتیب 108 یا 105 درجې کیږي.

2- دطلوع او غروب لپاره 0.8333 درجې زاویه زیر افق، او له سمت الرأس نه: 90.8333 درجې دی.

3- داشراق لپاره 1.4، او له سمت الرأس نه: 88.6 درجې کیږي.

4- دعصر مکروه لپاره 2.3، او له سمت الرأس نه: 87.7 درجې دی.

یادونه:

چونکه دعصر حنفي او شافعي یا مثل اول او ثاني لپاره زاویه روزانه بدليږي را بدلیږي، نو دهغو لپاره درهري ورځي دزاویې دمعلومولو لپاره دفارمولو استعمال لازمي دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.