افغانستان

“د امریکا تشه به افغانان ډکوي”

نن ټکی آسیا: په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته کېدونکې تشې/ خلاء ډکول په افغانانو پورې اړه لري او باید هغوی یې ډکه کاندي.

سرتاج عزیز چې واشنګټن کې یې د پاکستان په سفارت کې له پاکستاني ژورنالستانو سره خبري کولې، وویل:«د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړه د دوی په لاس کې ده او بل هېڅوک دا حق نلري چې د دوی د راتلونکي ټاکنه کې لاسوهنه وکړي،کله چې دوی خپلو منځو کې داسې پریکړې ته ورسېږي، بیا نو موږ هلته په پرمختیايي او بیارغوني چارو کې سیالۍ کولای شو.»
 ښاغلی سرتاج عزیز زیاته کړې، چې افغانستان کې ناارامي د هېچا په ګټه نه ده؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته نه تنها پاکستان بلکي د سېمي ټول هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
نوموړي وېره وښوده چې په افغانستان کې د روانو ناکراریو او جنګ-جګړو اور د دوی تر غولي هم د رسېدو په حال کې دی؛ د یوې پوښتنې ځواب کې یې وویل :«په افغانستان کې د احتمالي کورنۍ جګړې په صورت کې به یو ځل بیا د افغان کډوالو جوپې د دوی پر هېواد ور ماتي شي، په داسې حال کې چې موږ مخکې له مخکې ۳ ملیونو افغانانو ته سرپناه ورکړې ده.»
د سرتاج عزیز په خبره، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په تړاو د پاکستان او امریکا اهداف یو ډول دي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د افغانستان سره به پولې او سرحدونه لا مضبوطوي، څو په پاکستان کې د نښتو او جګړو مخنیوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x