افغانستان

افغانستان په اړه د ټرمپ ګونګه پاليسي؛ د امريکا د ملي امنيت سلاکار کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): د روان کال په پيل کې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ واک ترلاسه کړی، د افغانستان ګډ حکومت لا هم په دې تمه دی، چې د سپينې ماڼۍ نوی واکمن د افغانستان په اړه څه سټراټيژي لري.

امريکايي رسنيو ويلي، چې ټرمپ تراوسه د افغانستان روانه جګړه په خپل لومړيتوب کې نه ده بللې او تر دې وړاندې له يې دغې جګړې سره مخالفت ښوولی و.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار ميک مسټر، چې تېره فبرورۍ مياشت کې يې دنده پيل کړې، په خپل لومړني رسمي سفر کابل ته راځي.

کارپوهان وايي، چې د مسټر له راتګ سره به د افغانستان په اړه د ټرمپ پاليسي روښانه شي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري کابل کې رسنيو ته وويل، چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار کابل ته راوان دی او دلته به د خپلو پوځونو سربېره د افغانستان له پوځي او ملکي چارواکو سره هم وويني.

وزيري خوښي څرګنده کړه، چې لوړپوړی امريکايي چارواکی په مهم سفر کابل ته راروان دی، تر څو د امنيتي ځواکونو د پوځي تجهيز او روزنې په برخه کې د امريکا راتلونکې سټراټيژي روښانه کړي.

دغه لوړپوړی امريکايي چارواکی په داسې حال کې کابل ته راځي، چې افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر قوماندان جنرال جون نيکلسون له امريکايي کانګريسه غوښتنه کړې وه، چې افغانستان ته دې نور امريکايي عسکر هم ولېږي.

د پوځي چارو څارونکي وايي، چې له مک مسټر سره به په دغه سفر کې د ټرمپ ځانګړی سلاکار هم ملګری وي. دغه پلاوی به په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو او افغان چارواکو سره خبرې وکړي، امريکا ته په بېرته ګرځېدو به ولسمشر ټرمپ ته د خپل سفر پایلې څرګندې کړي او له هغې وروسته به ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله سټراټيژي روښانه کړي.

هندي رسنۍ وايي، چې مک مسټر به له کابل وروسته اسلام اباد ته هم سفر وکړي.

هندوستان ټايمز د امريکا د ملي امنيت د سلاکار د سفر په اړه ليکلي، چې مک مسټر د دې لپاره افغانستان ته ځي، چې د دغه هېواد امنيتي وضعيت له نژدې وڅاري او بېرته خپل ولسمشر ته خبر ورکړي، چې افغانستان کې نورو امريکايي پوځيانو ته اړتيا شته که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

اشرفغنی وعربی سوداګرته رکوع کړی وه اوس نو دټرمپ سلاکارته باید سجده وکړی،دادۍ داحمدشاه،اوغازی امان الله خان پرچوکۍ ناست دافغانستان حاکم الله دی موله دی ظلیلوڅخه په خیرخلاص کی ،دازلالت موږته الله زموږدالله دنافرمانۍ په عوض راکوی ،تصادفی نه دۍ،زه طالبانووروڼوته خواست کوم چه دجهاده سره په ملک کی داقرآنکریم قانون په عمل کی پلۍ کۍ خصوصاًپه ملک کی دلیواتط،ظلم اوبی انصافۍ کلک مخنیوۍ وکۍ چه الله موژرفتح په نسیب کی داسلاکاران اوفوج زموږ امتحان دۍ اصلی مالک الله دۍ هرڅه دهغه له طرفه دی که پردی ایمان ونه لروکافران یو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

احمد

اڅکزی جانه ! یوه خبره سمه او بله کږه کوی ، یهودان چه د اسلام ضد کتابونه لیکی لس خبری اسلامی خو یوه پکی شیطانی کوی هغه شیطانی خبره د اسلامی خبرو نغښتی په خلکو منی ، ستا د احمدشاه خبره سمه مګر د روسانو غلام کمونست او د پلار قاتل امان الله خان ته د غازی نوم مه ورکوی ، دا له لواطت څخه هم بورته ګناه ده چه ملحد ته د غازی سبيڅلی نوم ورکړی د خپل پلار قاتل ته د غازی نوم ورکړی . د منافقینو همدا کار وی چه یوه خبره سمه او بله کږه کوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x