ټولنیزه برخه

د پلار او مور ورځې د غربیانو د لویدلو اخلاقو سترې نښې

نويد صهيب

څیړنو ښوودلې چې په غرب کې تر شپېته سلنه کاروباري خلک خپل بوډا پلرونو او میندې د ساتنې په موخه د بوډاګانو د پالنې مراکزو ته لیږي چې دا بوډاګان بیا په همدې مراکزو کې پالل کېږي.

ددې بوډاګانو زامن د کال په اوږدو کې ډیر کم د هغو لیدو ته ځي چې دا هم یو بې اهمیته کار بولي.

دا غربیان بیا د خپلو والدینو احترام او حقوف یوازې په دوه ورځو پورې محدودوي چې هغه دواړې ورځې دوی د پلار او مور د ورځو په نوم یادې کړې.

لنډه چې دوی خپل پلار او مور ته یوازې په همدې دوه ورځو کې په یو سمبولیک او دروغجن احترام باندې قایل دي نه په یو دوامداره او عاطفي احترام سره.

دغه دوه ورځو په اسلامي نړۍ کې هم څه نا څه بازار پیدا کړی، خو مسلمان ته نه ښایي چې د غربیانو په شان د خپلو والدینو سره محبت یوازې پدې دوه ورځو کې منحصر کړی.

مسلمان هر وخت په هر ځای او هر حال کې جدأ مکلف دی چې د خپلو والدینو احترام او تکریم وکړي، نه د غرب د لوېدلو اخلاقو په شان چې مور او پلار ته په هیڅ کوم معنوي او فطري احترام قایل ندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x