نظــر

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې زموږ بې هدفه جګړه

هغه وخت چې د بحري ځواکونو جنګي فلم “Lone Survivor”مې کوت او دغو څلورو بحري عسکرو په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف جګړه کوله، دغو عسکرو خپل مدني ژوند پريښود او د جګړې ډګر ته ولاړل، داسې يوه جګړه چې نه يې په سر و بر پوهيږي او نه يې د ګټلو تمه لري.

دغو ځوانانو ته درواغ ويل شوي وو دوی جګړې ته هڅول شوي دوی پوځيان نه وو او باید نه وای وژل شوي ځګه چې دا هر څه د يوې بې هدفه جګړې لپاره دي. زه پوهيږم دا يوازې فلم و او چې رښتیا و وايم په همدې نوم مې يو کتاب کې هم لوستی

و چې په ۲۰۰۵ کې امريکايي عسکر د جګړې پر مهال د طالبانو د يو قوماندن د نيولو کوښښ کوي او دغه کتاب رښتوني حقایق وړاندې کړي دي، مګر تاسې يوازې دا تضمين ورکوی چې د دغو عسکرو کورنۍ دې يوازې فلم ګوري او کتاب به نه ګوري.

زه وایم چې د جګړې پای یقیني دی، مګر د عسکرو د قربانۍ لپاره دلیل پيدا کول یقيني نه، بلکې نا شوني دي. افغان جګړه تر اوسه هم بې دلیله ده او موږ نه یو توانيدلي چې دليل ورته پيدا کړو. د دغه فلم له کتلو وروسته تل له خپل ځانه پوښتنه کوم چې ولې ولې؟ زموږ دغه عسکر د څه او د چا لپاره جنګيږي. دلته يې ځواب دا دی چې۲۰۰۱د يولسم سپتمبر څخه وروسته موږ غوښتل چې القاعده او کوربانه (طالبان) يې و وژنو او د ځمکې مخ ترې پاک کړو، حتا له تروریستي بريدونو مخکې هم موږ طالبانو ته په غوسه وو، د ښځو سره د هغوی تعامل، د فوټبال په ستيديوم کې د زناکارو او مجرمینو سنګسار او اعدامول، زموږ د بدبینۍ لاملونه وو.

زموږ جګړيز ځواکونه د نيویارک او پنټاګان له بریدونو وروسته هلته ورسیدل. موږ ويل چې القاعده او ملګري به يې له منځه يوسو او خپله دنده به سرته ورسوو. مګر اوس هم دوی په ډېره اسانۍ سرتيري بریدونه کوي، واک او ځواک يې ورځ تر بلې زياتيږي او شپه ورځ يې د دې لپاره وقف کړې چې په افغانستان کې د بهرنيو عسکرو پر خلاف جګړې ته دوام ورکړي.

روانه جنوري میاشت يې هم په کابل کې پر يو لبناني رستورانت د سرتېري برید په نتيجه کې ۲۱ جګپوړي بهرني افسران و وژل. رابرټ ګيټس په خپل کتاب کې ليکلي چې اوباما د امريکايي پوځونو سر لښکر و، غوښتل يې چې په افغانستان کې باید تر خپله وسه کم له کمه کار وکړو او په عین وخت کې به يې ويل چې باید زر تر زره له افغانستانه د وتلو اعلان وکړو.

رابرټ ګيتس د دفاع پخوانی وزیر وايي چې ولسمشر اوباما په خپله پالیسي باور نلري او افغان جګړه هم خپله نه بولي. بالکل سمه ده. دغه جګړه د اوباما نه ده، بلکې دا د بوش جګړه ده. له افغانستانه وروسته بوش په ډېر غفلت او ناپوهۍ د صدام پر خلاف هم جګړه پیل کړه. اوباما ته افغان جګړه له بوشه ور پاتې شوه او هغه ومنله، خو تر اوسه بيخي نه پوهيږي چې څه وکړي.

زه يې نه ملامتوم، ځکه چې افغانستان زموږ لپاره يو بل وچ ويتنام دی. افغانستان د وينو يو ډنډ دی چې موږ پکې ګېر يو او مشري يې هم د يو لانجه مار (حامد کرزي) په لاس کې ده چې په اړه يې هيڅ وړاندوينه سمه نه خيژي.

ګيټس اوباما ته ليکي چې دا هر څه د دې لپاره چې باید له افغانستانه و وځو. د ګيټس خبره ډېره قوي ده خو زموږ فکرونه کمزوري او سطحي دي. اوس هماغه خبره ده چې اوباما په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر زیات کړ، ولې اوس په افغانستان کې د جګړې توان نلري. جګړه اوس هم روانه ده خو بې ګتې او بې نتيجې.

موږ نه پوهيږو چې ولې زموږ سرونه په افغانستان کې پرته له کوم دليل او ګټې له منځه ځي. د اوباما اداره غواړي چې يو شمېر پوځيان په افغانستان کې پاتې شي، پنټاګان ويلي چې باید لس زره عسکر په افغانستان کې پاتې شي، تر څو القاعده او نورې ډلې بېرته افغانستان ته رانشي.

پنټاګان وايي چې که زموږ پوځيان له افغانستانه و وځي نو د سپتمبر يوه بله پيښه تکراريدای شي او زموږ له وتلو سره افغان ملي اردو هم له منځه ځي او ورسره به طالبانو ته دا چانس په لاس ورشي چې بېرته واک ته ورسيږي. ښځې به په کورونوکې بنديانې شي، موسيقي او نور لوازم به يې له منځه ولاړ شي. زه وايم چې موږ باید له دې خبرو ځان وساتو، ځکه دا خبرې له رښتوني سیاست او ځمکني حقیقت سره هيڅ تړاو نلري.

ګيټس وايي چې اوباما په خپلو خبرو کې پاتې راغلی او د پوځيانو د پاتې کيدو لپاهر هيڅ قانع کوونکی دليل نلري. هغه باید ولس ته و وايي چې موږ د خپلو پوځيانو د قرباني لپاره څه دليل لرو؟

ګیټس وايي چې همدا خبره مې څو ځل اوباما ته هم کړې ده. موږ تر اوسه په دې نه پوهيږو چې ولې مو خپل پوځيان په افغانستان کې و وژل او لا نور هم وژنو.

لیکوال: Richard Cohen

واشنګټن پوسټ

ژباړن: احمد جرس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x