نړۍ

روسيې امنيت شورا کې د سوريې پر ضد قرارداد ويټو کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير د امنيت شورا له هغه قرارداد سره مخالفت کړی، چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد يې خان شيخون سيمه کې د کيميايي وسلو پر کارولو تورن کړی دی.

امنيت شورا په خپله ناسته د سوريې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د خان شيخون د پېښې په څېړنه کې دې له ملګرو ملتونو سره هر ډول مرسته وکړي، خو روسيې دغه وړانديز رد کړی او د سوريې پر ضد يې د امنيت شورا پرېکړه ويټو کړې ده.

د سوريې پر ضد دغه قرارداد امريکا، برتانيې او فرانسې تاييد کړ، چې روسيې پرې توند غبرګون وښود، دغه قرارداد يې ويټو کړ او چين په کې خپله رايه ونه کاروله.

۲۰۱۳ کال راهيسې دا اتم ځل دی، چې روسيه د بشارالاسد پر ضد د امنيت شورا پرېکړه ويټو کوي.  چين هم له تېرو اوو کلونو راهيسې امنيت شورا کې د غربي هېوادونو د دريځ مخالفت کړی، خو دا ځل يې خپله رايه نه ده کارولې.

لويديځو هېوادونو ويلي، چې خان شيخون سيمه کې د سوريې حکومتي الوتکو کيميايي وسلې کارولي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه بريدونه د بشريت ضد بللي وو او په غبرګون کې يې د امريکا سمندري ځواکونو د سوريې پر شعيرات هوايي ډګر پنځوس کروز توغندي ورولي دي.

پنټاګان ويلي و، چې دغو بريدونو کې يې هغه ځای په نښه کړی، چې د خان شيخون بريد لپاره کارول شوی و او په دغو کروز توغنديزو بریدونو کې يې  د سوريې شل سلنه جنګي الوتکې له منځه وړي دي.

د امنيت شورا په نوي قرارداد کې راغلي، چې سوريه بايد د جنګي الوتکو د الوتنو مهالوېش او د هوايي ډګرونو اړوند ټول معلومات له نړيوالې ټولنې سره شريک کړي. په پرېکړه‌ليک کې راغلي، چې د بشارالاسد حکومت او روسیه دې د خان شيخون پېښې په اړه څېړنو کې مرسته وکړي.

څو ورځې وړاندې امريکايي او عربي رسنيو خبر ورکړ، چې د بشارالاسد جنګي الوتکو د ادلب ښار په خان شيخون سيمه کې کيميايي وسلې کاروي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې نژدې سل کسان وژلي وو او سلګونه نور يې ټپيان کړي وو.

روسيې او سوريې دغه پېښه کې د کيميايي وسلو د کارولو تورنه رد کړي او امنيت شورا کې د روسيې استازي په دې اړه د غربي هېوادونو د قرارداد پر خلاف رايه ورکړه.

ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي د روسيې دغه ګام وغانده او روسي سفير ته وويل:  «هر وخت، چې بشارالاسد پر خپلو خلکو بمبارۍ کوي، تاسې ملاتړ کوی او روسيه په دغسې پاليسۍ خپل ځان په نړيواله ټولنې يوازې کوي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x