افغانستان

طالبان: ولس د روسیې د نظامي مرستو په منفي تبلیغاتو نه غولیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): طالبانو له دوی سره د روسیې د نظامي مرستو ادعاوې د «اشغالګرو په اشاره د استخباراتي رسنیو تبلیغات» بللی او ډاډ یې څرګند کړی چې افغان ولس به هیڅکله په دغو تبلیغاتو تېر نه وځي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې مطبوعاتي اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې له روسیې هیواد څخه یې هیڅ ډول نظامي یا لوژیستیکي مرستې نه دي ترلاسه کړي او په وینا یې دغو ادعاوو ته د عامه ذهنیت د خرابولو او د اشغال د غځولو په موخه لمن وهل کیږي.

که څه هم په افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف تر نظامي برید وروسته په طالبانو د ګڼو هیوادونو د ملاتړ تور پورې شوی، خو د روسیې نوم په لومړي ځل هغه مهال واوریدل شو چې طالبانو ځیني ولایتونه د سقوط په ګړنګ ودرول.

یو شمېر افغان او بهرني جنرالان چې له طالبانو سره د مخامخ جګړې عملي تجربه لري، د طالبانو د پرمختګونو تر شا د یوې بهرنۍ مرستې شتون اړین بولي او په دې وروستیو کې ډیری وخت دغه ګوته د روسیې هیواد ته نیول کیږي.

د تیرې مارچ په ۲۳مه په اروپا کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان (جنرال کورتیس اسکارپاروتي) د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د مخ په زیاتیدونکي واک په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و چې امکان لري د روسیې هیواد له طالبانو سره مرستې کړې وي.

خو طالبانو په خپلې تازه اعلامیه کې دغه ادعا په کلکه رد کړې او زیاته کړې يې ده چې په تېرو شپاړسو کلونو کې یې د الله تعالی په کومک او د ولس په ملاتړ «له اشغالګرو سره بریالی او پایدار مقاومت» کړی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي چې د خپلې واکمنۍ له وخته تر اوسه پورې له ټولو ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره د ښو اړیکو او تفاهم هڅه کوي او دا هڅې به یې هیڅکله له اسلامي او ملي ګټو سره په ټکر کې واقع نه شي.

«البته یوه خبره باید څرګنده وي چې اسلامي امارت د افغانستان د خلکو په استازیتوب دخپل هیواد او اولس د ملي منافعو او آرام راتلونکي لپاره د ګاونډیو هیوادونو او ګڼو نورو سیمیزو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په دې برخه کې له اړوندو جهاتو سره سیاسي تفاهم یوه ملي اړتیا بولي، خو هیڅکله به داسی څه ونکړی چی له اسلامی او ملی ګټو سره ټکر ولري».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې ځینې استخباراتي رسنۍ په دې برخه کې د عامه ذهنیت د خرابولو په لټه کې دي او د اشغال دوام ته زمینه برابروي، خو په وینا یې، ولس به پرې هیڅکله ونه غولیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

دا سمه ده چه خلک باید د روسانو او امریکایانو پهدی کاواکو او شیطانی تبلیغاتو خطا نه وځی . مګر زه بیا طالبانو ته وایم ګوری چه د طالبانو په شیطانیت خطا نه وخی هغوی دامریکا په اشاره اودستور دغه خبرو کوی چه مونږ د طالبانو سره اړیکی لرو تر ځو په دی ډول خلک ورباندی بی باوره شی ، زه نه وایم چه دکفارو سره چه تاسی سره جنګ کی نه دی اړیکی مه ساتی مګر د حتیاط سره ، کله ستاسی منځ کی ځینی په بیه رانیسی او لږ تر لږه نوم مو هیواد او مظلوم بشریت کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x