افغانستان

د مخالفت ادب! – زاهد جلالي (بغاوت کالم)

د يوه ستر ليکوال يوه لنډه ليکنه مې د اخلاقو په هکله لوستله. دغه ليکوال د خپل عادت له مخې مسلمانان له تېزې خبرې منې کوي او د بل په وړاندې درېدل ښه نه ګڼي. دى وايي ښه مسلمان هغه دى چې خپل کار کوي او د بل کار کې کار نه لري. دى په دې نظر دى چې مسلمانان بايد اتوم بم جوړ نه کړي ځکه دغه بم وچ او لانده، بې ګناه او ګناهکار، کشر او مشر.. تر منځ توپير نه کوي، هر څه خرابوي او هر څوک وژني.. نو مسلمان يې بايد لاسته رانه وړي. او دې ته ورته نور افکار لري.

زه يې له يوه مريد سره په همدې غږېدم، راته يې ويل د استاد دغه نظر قرآني نظر دى. ما ورته ويل قرآن خو موږ ته د عيسايانو په څېر دا درس نه راکوي چې که چا د مخ په يوې خوا په څپېړه ووهلۍ، بله خوا ورته تاسې ونيسئ! يعنې له چا سره هېڅ جګړه مه کوئ. د قرآن منهج دا دى چې څنګه معامله راسره کوې، هماغه ډول به درسره کوم، چې فقها يې “معاملة بالمثل” بولي. (له ځينو انساني او قانوني استثنائاتو سره)
اسلامي نړۍ کې متاسفانه نن سبا د هو صاحب ځواب زښت ډېر دى. د حکومتونو مشران خو ډېرى سيکولران دي چې غرب ته هېڅ کله نه نه وايي. دا لا څه چې علما مو هم په دې هڅه کې دي چې اسلام موډرنايز کړي او هڅه نه کوي چې اسلامي فقه دې له غرب سره په ټکر کې واقع شي، ځکه غرب خو ټکنالوجۍ لري او نهايي حقيقت ته رسېدلى!

موږ دغسې روزل شوي چې مقابل کس ته دې نه نه وايو، ځکه مخالفت ښه کار نه دى، مشران يې بې ادبي بولي او په سياست کې که مو ترې استفاده وکړه، غرب مو خرابوي..

يو عراقي ليکوال د دې په هکله تفصيلي او خوندره ليکنه کړې. وايي موږ ته په کور کې له مشرانو سره د مخالفت د نه کولو درس راکړل شوى، هر وخت راته ويل شوي چې هو وايه، نه مه وايه او ښه ماشوم هغه دى چې خبره ومني او مخالفت ونه کړي. د دغې ليکنې ليکوال وايي چې موږ باندې د هو صاحب دغې روزنې دومره بده اغېزه کړې چې اوس اسرائيل ته هم هو صاحب وايو او د نه ويلو جرئت نه لرو!

دوکتور مصطفى محمود هم په همدې موضوع کې يوه په زړه پورې ليکنه کړې. وايي هغه څوک چې په اسلامي نړئ کې د چا په کار کې کار ونه لري، خپل کار کوي او نور که هر څه کېږي دى ورسره کار نه لري، له چا سره مخالفت نه کوي، څوک له بدۍ نه منې کوي او چا ته په رښتينې لار ښوونې ځان نه ستړى کوي او مقابل ته مزاحمت نه کوي.. دلته ښه سړى بلل کېږي او خلک يې تقوا دار بولي. په داسې حال کې چې دى ښه سړى نه، بد سړى دى. ښه سړى د خلکو په خير او شر کې ورسره شريک وي. نه دا چې زه دې ښه وم نور که څوک مري او که ژوندي پاتې کېږي، بلا مې ورپسې!

کله چې په مصر کې پوځ د محمد مرسي په حکومت کودتا وکړه او هغه يې بندي کړ، اسلامپالو د مرسي د بېرته راوستلو له پاره سترې مظاهرې شروع کړې. خو حزب النور چې په مصر کې د “وهابيانو” تنظيم دى، وويل چې موږ په مظاهرو کې برخه نه اخلو، ځکه (کېداى شي) د دې مظاهرو له امله وينه تويه شي، نو موږ نه غواړو د مصري انسان يوه څاڅکې وينه هم تويه شي!

د دوى موقف که څه هم د سعودي د حکومت پاليسي تمثيلوي، خو که يې له له اسلامه فهم وګڼو او موقف ته يې په نېک نظر وګورو، د دوى دغه پاليسي ډېره عجيبه او غريبه وه، خصوصا دا چې دوى ځانونه متشدد اسلامپال هم ګڼي، او په دې هم پوهېږي چې له دې وروسته به سيکولران مشران وي او هغوى له اسلامه کرکه لري، غرب پسې په پټو سترګو ځي.. له دې ټولو سره سره دوى د سيکولرانو تر شا ودرېدل او اسلامپال حاکم يې ګوښه کړ.  

د دوى خندوونکى دليل بيا دا و چې کېداى شي په مصر کې وينه تويه شي، ځکه موږ د سيکلرانو خوا ته ودرېدو.. خو دوى دا فکر ونه کړ چې، په مصر کې د مرسي په مقابل کې سيکولران او چپيان راټولېږي، هغوى د خلکو لخوا د ټاکلي جمهور رئيس د ګوښه کېدو فيصله کوي، دا فکر نه کوي چې کېداى شي زموږ وينه په کې توى شي، نو اسلامپال ولې د اسلام د دفاع په لاره کې د يوې څاڅکې وينې د تويېدو له پاره سيکولر نظام ومني او له اوچتو اسلامي ارزښتونو تېر شي؟!

اسلام داسې دين نه دى چې دوى يې استعمالوي او خلک پرې غلطوي. اسلام ويښ دين دى. ابراهيم عليه السلام په ډېره مېړانه د طاغوت په وړاندې ودرېږي او د هغوى بوتان ماتوي. موسى عليه السلام د فرعون په مقابل کې ودرېږي. محمد صلى الله عليه وسلم د خپل ټول قوم په مقابل کې ودرېږي او د حق غږ پورته کوي. دا ټول هغه درسونه دي چې زموږ قرآن موږ ته راښودلي. قرآن موږ ته وايي د حق د سرلوړى له پاره کېداى شي ستاسې مال درڅخه لاړ شي، آن ژوند مو له خطر سره مخ شي، له دې هرې ستونزې سره مسلمان بايد قربانۍ ته حاضر وي، نه دا چې د يوې څاڅکې وينې د تويېدو له پاره د اسلام له سيادته يو سيکولر ته تېر شو او د هر چا غوښتنې ته په (هو صاحب) ځواب ورکړو!

اسلام موږ ته راښودلې چې د هو په ځاى کې څنګه هو ووايو او د مخالفت په ځاى کې څه ډول مخالفت وکړو. اسلام يو مکمل دين دى چې هر څه ته په منطقي نظر ګوري، همدا ده چې مخالفت ته يې هم ځاى ورکړى، هر چېرته هو نه، بلکې په ډېرو ځايونو کې د (نه صاحب) امر هم راته کوي.

لیکوال: زاهد جلالي، کالم: بغاوت، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x