نړۍ

دامریکا حکومت خپل اتباع پاکستان ته له سفره راګرځولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): دامریکا حکومت خپلو ټولو اتباعو ته خبر ورکړی چې پاکستان ته بې ضرورته سفر ونه کړي.

ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي خبر کي ویره څرکنده شوې چې تر اوسه پاکستان د بهرنیو په خاصو توګو دلویدیځو هیوادونو دوګړو لپاره مصؤون هیواد نه دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپل اعلامیه کې ویلي چې په پاکستان کي مذهبي نفرت اوج ته رسیدلی، مخالفي مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلي یو د بل اتباع په نښه کوي، په ځانګړي ډول اقلیتونه محفوظ نه دي، له بهرنیو موسسو سره کارکوونکي د نامالومو وسلوالو له لوري په نښه کیږي، قومي مشران او حکومتي چارواکي محفوظ نه دي، د توهین رسالت په نوم ازاد لیکونکي او خبریالان برمته کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړې توګه اسلام اباد کي میشتو امریکایانو ته ویلي چي له اسلام اباد څخه بهر سفر ونه کړي.

باید وویل شي چې د ټرمپ نوې ادارې د بهرنیو چارو وزارت ددې تر مخه د افغانستان په اړه هم ورته اعلامیه خپره کړې وه او افغانستان یې د امریکايي اتباعو لپاره یو غیر مصؤون هیواد بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x