نړۍ

م م: یمن کې لکونو کسان د لوږې له امله له مرګ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو د خوراک نړيواله اداره وايي، چې يمن د خوراکي توکو د کمښت له امله بشري ناورين رامنځته کېدونکی دی او په دغه هېواد کې لکونو انسانان د لوږې له امله له مرګ سره لاس او ګريوان دي.

ملګري ملتونه وايي، چې اوس مهال د ۲۱ لکو ماشومانو سربېره ۳۳ لکه کسان د خوراک له کمښت سره مخ دي او د دغه حالت له امله بشري ناورين رامنځته کېدای شي.

رويټرز خبري اژانس د خوراک د نړيوالې ادارې «ډبليو ايف پي» د مشر سټيفن انډرسن له خولې ليکلي، چې يمن کې د خوراک د کمښت او لوږې له امله حالات په بې سارې کچه ترينګلي دي او که بېړنۍ مرستې ونه شي لکونو خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د خوراک نړيوالې ادارې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې له تېر يو کال راهيسې يې يمن کې د لوږې د له‌منځه وړلو لپاره هلې ځلې پيل کړي، خو لا هم نهه ميليونه انسانان د لوږې له امله له مرګ سره لاس او ګرېوان دي.

سټيفن انډرسن وايي، چې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره دوولس سوو ميليونو ډالرو ته بېړنۍ اړتيا لري، چې راتلونکو دوو مياشتو کې د يمن په بېلابېلو برخو کې پر هغو لکونو خلکو مرستې او خوراکي توکي وويشي، چې ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.

ډبليو ايف پي وايي، چې نوي سلنه خوراکي توکي د الحديديه سمندري لارې څخه راتلل، خو د بمباريو له امله دغه سمندري لاره او کرينونه يې ويجاړ شوي دي او اوس دغلته له بېړيو سامانونه کوځول ناشوني دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ادريس جزري د سعودي عربستان په مشرۍ له عربي ايتلاف څخه غوښتنه کړې چې له ۲۰۱۵ راهيسې دې پر يمن سمندري او هوايي بنديزونه پای ته ورسوي؛ ځکه چې د دغو بنديزونو له امله يمن له بشري ناورين او کړاوونو سره مخ دی.

جزري ويلي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې پر يمن د سوداګرۍ بنديزونه دي، چې له امله يې دغه هېواد ته د مرستو رسول هم ناشوني دي.

ملګري ملتونه وايي، چې اوسمهال يمن کې ۲۱ ميليونه کسان خوراکي مرستو ته اړتيا لري، چې دغه شمېره د ټول يمن اتيا سلنه ابادي بلل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دا بشری ناورین بلکه بشری لیوالتیا ده ،د فجایعو اصلی عامل نه څیړل کیږی یعنی چاته د څیړلو او ارزونو وخت هم نه ورکول کیږی ، افغانستان کی د دوی لوی جنرال نیکلسن په خپلوو خبرو کی چه سینا ته یی کولی وویل [ د نفوس کنترول اړین دی ] همدغه یوه چمله د دی ټولو فجایعو کیلی ده ، دا چه میدیا د هماغو سړیخورو سره ده ، دغه خبری ته څوک اهمیت نه ورکوی ، د سپټمیر پیښه ، امریکایانو ، اروپایانو او ټولو نړیوالو ته معلومه شوه چه د امریکا دننه ترسره شوی بوش او د هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x