شعـــــرونه

غزل/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن
د جنتونو په بدلــه کـــې خرڅوو سرونه
مونږه لوی رب(ج)ته نظرانه کې ورکوو سرونه

مونږ کلیسا،آزر،نمرود او بوتان نه پېژنو
مونږ د خلیل په څېر الله (ج)ته ټیټوو سرونه

د غلامۍ له ژوندانه نه نفرتونه کوو
په جګه غاړه به تر داره پورې وړو سرونه

که د څارویو جلادۍ کې مهارت نه لرو
خو د کفارو له تنو نه بېلوو سرونه

که مو په قصد څوک په وجود باندې یو سوک ووهي
بېرته په غچ کې به ضرور ور رنګوو سرونه

هر یو ملنګ ته مو په دوو لاسو سلام کړی دی
له مغرورانو”مطمئنه”غوڅوو سرونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x