نړۍ

امریکا: لومړۍ مسلمانه قاضي مړه موندل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): دشیلا عبد السلام مړی تیره ورځ ددغه هیواد په هوسټن ښار کي له اوبو څخه را ایستل شوی.

شیلا عبد السلام پنځه شپيته کلنه او لومړۍ تورپوستې مسلمانه قاضی وه چي ددغه هیواد ستره محکمه کي یې دقاضي په توګه دنده اجرا کوله.

پولیسو په داسي حال کي د هغې مړی له اوبو را ایستلی چې ټول بدن یې په جامو پټ و.

د امریکايي رسنیو د راپورنو سره سم تر اوسه د هغې د داسي مرګ لامل جوت نه دی، خو د قریبانو په وینا یې عدلې طب به دا مالوموي چې شیلا څنګه مړه شوې.

ددې تر مخه د شیلا عبدالسلام دکورنۍ غړو دتیري چهارشنبې په ورځ د پولیسو نزدې مرکز ته د هغې د لادرکۍ خبر ورکړی و.

باید وویل شي چې شیلا عبدالسلام په امریکا کي لومړۍ مسلمانه قاضي وه چې په 2013 میلادي کال کي د دغه هیواد ستره محکمه کي په رسمي دنده ګمارل شوې وه.

له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشري ټرمپ ته سپارل شوې، په امریکا کې د مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالی زیات شوی او د مسلمانانو سره د بدچلند پيښې د ورځې معمول ګرځېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x