شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد

چې پرهار پرې نه رغیږی درمان څه کړم
چې نیمګړی پاتې کیږي ارمان څه کړم

چې د میني له باران پکې محروم یم
دا سخت زړه لکه د کاڼو اسمان څه کړم

پس له مرګه خو رقیب هم پسې ژاړي
بیا دې چیغي او شلیدلی ګریوان څه کړم

چې مې سل زله په ګران او شیرین بویي
چې یې نه اورم بیا جار او قربان څه کړم

چې خزان مې له سپرلیوو نه جدا کړي
که جانانه بیا جانان شې جانان څه کړم

چې صیاد یې په ازغیوو کې ایسار کړو
ددنیا دغه ګل رنګي ګلان څه کړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x