شعـــــرونه

جوماتونه بمباريږي!

حبيب الله تراب

جـومـاتــونــه بـمبـاریـږي
تور لوګي ترې پورته کیږي

کتـابـونـه پـه اور ســوځي
مـحــرابـونـه مــو نــړیږي

خـدایـه څومـره مجبـوري ده
را پـه بـرخـه بـې وسـي ده
چـاتــه وژاړو خــالــقـــه
تـه قـادر او ستـا هـستي ده
بـې لـه تا مو نور څوک نشته
ستـا له نـومـه قـربـانـیـږي

څــه وحـــشـي ځنـاوران دي
د تـسلیـس ګـروهـمـنـان دي
لــه اسـلامـه عـــداوت کـړي
د پــاپــانـــو غــلامـــان دي
تـه یـې غـرق کــړې لایـزالـه
له اسـلام چې ګـمـراه کیـږي

شاګردان شـول بـې اسـتـاده
سـبقـان شـول تـریـنـه پـاتـې
د وړو چــڼـیـو لـه لاســـــه
سـیـفــارې شـولـې افـتــاده
مـــدرسـې او مــمـبـرونـــه
شــهـــیــدان شـهــیدانیـږي

تــه مــو مــل شـــې مـتعاله
رحــم وکـــړې ذوالــجـلالــه
د دردونـــــو ابـــــتــــلا ده
لایـــــزالــــه بــې زوالــــه
حـبیب الله تــرابــه بـس کړه
اوښـکـې پـاکې زړه خـوږیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x