افغانستان

اوباما: د روان کال تر پایه جګړه ختموو او له یو موټي افغانستانه مرسته کوو

نن ټکی آسیا: د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپله کلنۍ وینا کې اعلان وکړ،چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو شتون د امنیتي تړون په لاسلیک پورې مشروط دی.

نوموړي وویل، چې که د کابل-واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي، ډېر لږ شمېر امریکايي سرتېري به افغانستان کې پاته شي او د افغان عسکرو په روزنه، مشوره ورکونه او د جګړې پر مهال همکاري کې به ونډه ولري.
اوباما یو ځل بیا د خپلې ولسمشرۍ د ټاکنې پر لومړۍ ورځ او کمپاین پر مهال تکراري ژمنه – د ګوانتانامو زندان تړل- تکرار کړه؛خو دا یې په ګوته نه کړه چې کله او کومه ورځ.
نوموړي زیاته کړه چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت پای ته رسي؛خو مشخصه یې نه کړه چې څومره شمېر امریکايي عسکر به افغانستان کې وي.
اوباما له ولسمشر کرزي نه غوښتنه وکړه چې پر امنیتي تړون لاسلیک وکړي؛ترڅو په افغانستان کې د پاته کېدونکو امریکايي عسکرو ماموریت څرګند شي.
د شنونکو له انده، د اوباما دا خبره چې له یو موټي افغانستانه مرسته کوو، دا په ډاګه کوي، چې امریکايي چارواکي لا هم په افغانستان کې د پاته کېدو لپاره نهایي بریکړې ته نه دي رسېدلي.
نوموړي په داسې حال کې د خپلې کلنۍ وینا تمرکز پر افغانستان کوي، چې د کابل-واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر سر را ولاړې شوې ناندرۍ په خپل اوج کې دي.
همدارنګه د شنبې په ورځ ولسمشر کرزي کابل کې له خبریالانو سره د تفصیلي خبرو په ترڅ کې وویل، چې د امریکايي عسکرو د روانو خپلسریو او د بې ګناه او ملکي افغانانو د کړولو په صورت کې به د افغانستان او امریکا تړون د ګندومک تر تړون بالا لاسته راوړنې ونلري او ټينګار یې وکړ، چې که امریکا د دوی شرطونو ته غاړه نشي ایښودلای؛نو له افغانستانه دې خپل ځواکونه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x