په خپله صدقه خلکو خفه کړم؛ خو الله خوشال کړم«لنډه کيسه»

قاري عبدالرشید عالمي
طاوس رحمه الله وايي:
يو کس خپله صدقه دری برخې کړه او ژمنه یې وکړه، که په کلي کې لمړی هر کس په مخه راغی، نو هغه ته به صدقه ورکوم.

اتفاقا لمړۍ يوه ښځه په مخه راغله او د ژمنې سره سم يي لمړۍ برخه صدقه ورکړه.

خلکو وويل : دا ډېره بدکاره او بدلمنه ښځه ده، له دي وروسته بل کس په مخه راغی هغې ته یې دوهمه برخه صدقه ورکړه.

خلکو وويل: دا ډېر بد او ناوړه انسان دی، په دريم ځل یې بل کس په مخه راغی دریمه برخه صدقه یې هغه ته ورکړه.

خلکو وويل: دا کس خو ډېر شتمن دی، د خلکو په خبرو صدقه ورکوونکی ډير خپه او ناهيلی شو، نو صدقه ورکوونکي خوب وليد، چي الله جل جلاله یې درې واړه صدقې قبولې کړي.

لومړنۍ ښځه زنا کاره وه، د ډيرې بيوزلي له کبله یې بدلمنې پیل کړی وه، کله چې تاسو ورته صدقه ورکړه، نو هغې د زنا څخه لاس واخیست، دوهم کس نامتو غل و، دا کار يې له مجبوريته کاوه، کله چې تاسو هغه ته مال ورکړ، هغه د غلا څخه توبه وکړه. دريم شخص خورا شتمن و، خو هيڅ کله صدقه نه ورکوله، تاسو چي کله هغه ته صدقه ورکړه، دا صدقه د هغه لپاره د عبرت يو درس شو، ستا له برکته هغې ته هم د صدقې توفيق وشو.

کنزالعمال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د