افغانستان

پاکستان غواړي، چې افغانستان سره د اوبو تړون لاسليک کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): پاکستاني رسنيو د چارواکو له خولې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د اوبو د چارو کارپوهانو د اوبو او سيندونو د کنټرول او تنظيم اړه خبرې کړي او په راتلونکو لنډو ورځو کې به د کونړ او کابل د سيندونو او بندونو په اړه رسمي بحثونه وکړي.

رپوټونه وايي، چې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د اوبو د چارو متخصصينو يوې کمېټې ته دنده سپالې، چې افغانستان سره د اوبو د پېښېدونکې کشالې په اړه خپل نظرونه حکومت ته ورکړي او په دې اړه د حل پر لارو چارو هم غور وکړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له هوکړې وروسته به د اړوندو ادارو مسوولين د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو تړون لاسليک کړي.

نړيوال بانک هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو تړون ته په اشاره ويلي، چې د دغه تړون د بهير لګښت به نړيوال بانک ورکړي او په دې اړه به دواړو هېوادونو مرسته وکړي.

افغانستان او پاکستان نهه ګډ سيندونه لري.

پاکستان وروسته تر هغه افغانستان سره د ابو د تړون لپاره هلې ځلې پيل کړي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کابل او کونړ سيندونو سربېره د هېواد په ګڼو نورو برخو کې د اوبو د ډيمونو ژمنې وکړې.

اشرف غني ويلي، چې د پنجشېر سب باسين، ټاټم درې او باغ درې پروژو سربېره به په لوګر، ميدان وردګو، سروبي او لغمان کې د اوبو ډيمونه جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

د کابل غلامان چه په خپلو میرمنو اسره ونه کړه له کوره یی د شنو سترګو او سرو ویشتانو ماشومان راوځی ، نشه توکی ، معدنیات ، انسانی غړو پلورل ، فاحشه خانی یعنی په هر څه چه ډالر تر لاسه کیږی ترلاسه کوی اوس د سنیدونو او ځنګلونو وار شو ، بیا به هلکانو دخرڅولو وار شی د هلکانو شنی ستریی او سره ویښتان د اروپایانو او امریکایانو ډیر خوشییږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x