
موصل: د امریکایانو له بمبار وروسته ۳۰ ملکي وګړي تر ودانیو لاندي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): په موصل کې د الجزیرې خبریال ویلي چې د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې یو شمېر کورونه نړېدلي او تر لاندي يې اوس هم ۳۰ ملکي وګړي پراته دي.
نوموړي ویلي چې پېښه د موصل په لویدېځه کې دوه ورځې تر مخه را منځته شوې خو لا هم تر هغو کورونو ۳۰ تنه مړي پراته دي.
ددې تر مخه د عراق یوې امنیتي سرچینې تېره ورځ وویل چې د بهرنیانو په بمبار کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ تنه ملکي وګړي د موصل ښار په لویدېځه کې په هغه برخه کې ووژل شول چې تازه د داعش څخه ازاده شوې.
د عراق د هوايي ځواک یوه پيلوټ د اناطولیه خبري اژانس ته وویل: د بهرنیو ځواکونو الوتکو د موصل ښار په «الیرموک» کلي کې بمبار وکړ چې د دوه کورنیو ۱۳ ملکي وګړي په کښي ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول چې د ځینو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی، شپږ کورونه او ۱۱ موټر هم ویجاړ شول.
نوموړي وویل چې د هوايي ځواک قومنداني په دې اړه عاجل تحقیقات وکړل او د ګډو ځواکونو عمومي قومندانۍ ته یې راپور ورکړ.
باید وویل شي چې د بهرنیو ځواکونو په ړندو بمباریو کې تر اوسه د موصل ښار په سلګونو اوسیدونکي وژل شوي خو بیا هم بهرنیان د لږو شمېرو په ملکي تلفاتو اعتراف کوي.