نظــر

امرېکا په سیمه کي خپلي ګټي لري ، خو افغانستان او کچکول به سره بېل نکړي

داچې د امریکا متحد ایالات د نړۍ په کچه یو ستر صنعتي او اقتصادي هیواد دی خو دخپل صنعتي ماشین دفعال ساتلو لپاره خامو نفتي موادو ته ډیر ضرورت لري، په داسې حال کي چې خام مواد د منځنۍ اسیا په ډیرو هیوادونو کي لکه قزاکستان، ترکمستان ،ازربایجان او داسي نورو هیوادونو کي ښه پريمانه پیدا کيږي ، او بل په نړۍ کي دچین د سیاسي ، اقتصادي او پوځي وړتیاوو له کبله هغه هیواد دی چې امریکا ورته د سیال او راتلونکي لپاره دامریکايې ګټو په وړاندي دخپل یوازني رقیب په سترګه ګوري ،

نو ځکه ددې رقیب دمهارولو او راپرزولو لپاره غواړي په ټولو هغو سیمو کي چي چين ته څیرمه دي یو نه یو ډول خپل پوځي ، سیاسي او اقتصادي حضور وساتي ، لکه چي یې په سنګاپور، پلپاین اندونیزیا ، مالیزیا ویتنام ، استرلیا او جاپان کي یې یا دفاعي تړونونه لاسلیک کړل او یايې پو ځي اډي جوړي اویا نوري هم قوي کړي .

داټول ددې لپاره چي چین او روسیه په یوه پوځي او اقتصادي کړۍ کي محاصره او د ضرورت په وخت کي د همدي هیوادونو له جغرافیوي موقعیت څخه دخپل اقتصاد ، صنعت او د خپلو سیاسي او اقتصادي رقیبانو په ټکولو کي استفاده وکړي .

نو همدا لا مل دی او په پاخه یقین سره ویلای شو ، چې امریکا یوازي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت سره کار لري او په دې اشغال شوې هیواد کي داسې کمزوری، کاواکه او دتل لپاره محتاجه دولت غواړي ، چي دیوې وړي فابریکي په جوړولو کي هم ددوی پر سفارت کچکول وګرزوي ، ولي د ډیری افغانانو دا خوبونه چي له امریکا سره له تړون ورسته به موږ دګاونډیانو له ضرره بیغمه شو، ښه اقتصاد به ولرو، امن به راشي او د سیالانو سیال به شو، زما په فکر یا خو دا ښاغلي د امریکایې میډیا تر تاثر لاندي راغلي دي او یا په شعوري ډول استخدام شوي دي تر څو د ډیرو کمو امتیازاتو په بدل کي د تل لپاره په سیمه کي دامریکا ګټي خوندي وساتي.

عبد الحنان همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x