نړۍ

خیبر پِښتونخوا: اسلام ته سپکاوی کوونکی محصل په وهلو کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): د خیبرپختونخوا ایالت د مردان په ښار کې یو محصل د خپلو ملګرو محصلینو له لوري په وهلو کې وژل شوی دی.

ویل کیږي چې دغه محصل د ژورنالیزم د پوهنځۍ د شپږم سمسټر محصل وو، او پر فیسبوک یې یوه پاڼه جوړه کړې وه چې د هغه له لاري يې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوی، چې د نورو محصلینو له لوري تر پيژندل کېدو وروسته تر ډله ایزو وهلو لاندي راغی او په ترڅ کې یې ووژل شو.

د مردان پولیس وايي چې د پيښې وروسته یې د ۱۰ څخه تر ۱۵ محصلین نیولي او د نورو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د پيښې وروسته د عبدالولي خان پوهنتون د نامعلومې مودې لپاره بند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x