روغتیا

دا عادت مو له خپل وخت وړاندې بوډاګان کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶): د خپل کمپيوټر، ټابلېټ او ځيرک مبايل شيشې ته ډېر کتل مو پر مخ کونجې پيدا کوي او له خپل وخت لس کاله وړاندې مو بوډاګان کوي.

د لندن امپريل کالج د څېړنو له مخې په ساعتونو ساعتونو د کمپيوټر، ليپټاپ او ځيرک مباريلونو شيشې ته ډېر کتل د دې لامل کېږي، چې له وخته مخکې مو بوډاګان کړي او له خپل عمره لس کاله پاخه به ښکارئ.

څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې ډېر ژر به پنځه ويش کلن ځوانان دېته اړ شي، چې د مخ له ګونځو د خلاصون لپاره جلدي ډاکټر ته ولاړ شي.

څېړونکو ويلي، چې تېرو پنځو کلونو کې د هغو ځوانانو شمېر څلور چنده زيات شوی، چې پر مخ ګونځې ښکاره شوي، په داسې حال کې، چې په ځوانۍ کې دغه نښې ښکارېدل پخوا نه وې ليدل شوې.

څېړنه کې دا هم راغلي، چې برېښنايي الاتو ته ډېر کتل د مخ پستوکي سربېره د سترګو نظر او د بدن فيزيکي فعاليتونه هم اغېزمنوي.

له دې وړاندې د کليفورنيا پوهنتون يوې طبي څېړنې هم ويلي و، چې د ورځې ډېر زيات کيناستل مو له خپل وخت وړاندې بوډاګان کوي.

په پخوانيو څېړنو دا هم راغلي، چې د ورځې ډېره ناسته د چاغوالي، د زړه ناروغۍ، شکرې، سرطان او له خپل وخت وړاندې د بوډا کېدو لامل کېدای شي، خو دا په لومړي ځل روښانه شوې، چې ډېره ناسته او د برېښنايي توکو کتلو سره مو پر پوستکي او فزيکي ژوند ناوړه اغېز کېږي.

د دغو څېړنو پر مهال د دوه زره پنځه سوو ښځو د وينې نمونې اخيستل شوي، چې د وينې له حجراتو يې د عمر اندازه ولګوي.

له پايلو څرګنده شوه، چې کومې ښځې ډېر وخت د ليپټاپ يا ځيرک مبايل شيشې ته ګوري، په پنځوس کلنۍ کې د اوياوو کلونو ښکاري.

څېړنه کې راغلي، چې هره ورځ لس ساعته پرله‌پسې ناسته بدن کې يو شمېر مواد کموي او وروسره دانسان بدن په ډېره چټکتيا له خپل ټاکلي عمر وړاندې بوډا کېږي.

که په لنډو ټکو يې ووايو، د خپل دفتري او کاري ژوند کې د ډېرې او پرله‌پسې ناستې له امله بايد ورځ کې لږ تر لږه دوه ساعته فزيکي فعاليتونه وکړای شي او دې سره ژوند ته د بې وخته پېښېدونکو ګواښونو مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x