آی سي سي پر محمدشهزاد بندیز ولګولو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د کرکټ نړیوالې شورا د افغان کرکټ لوبډلې په توپوهونکي او وکټ ساتونکي محمد شهزاد باندې بندیز لګولی دی.

آی سي سي ویلي چې محمد شهزاد د ددغې شورا قوانین تر پښو لاندې کړي او د قوت هغه درمل یې خوړلي چې د آی سي سي د Anti-doping Regulations یا د ممنوعه دوا د استعمال ضد اصولو دي.

د راپور له مخې د روان کال جنورۍ پر ۱۷مه  د آی سي سي په اکادمۍ-دوبۍ کې د محمد شهزاد معاینات وشول او د معایناتو یو سامپل يې د سالټ لیک ښار په یوه لابراتور کې و ارزول شو. دغه لابراتور د اروزنې وروسته موندلې چې شهزاد د لوبغاړو لپاره  ممنوع درمل استعمال کړي دي.

د آی سي سي د قوانینو له مخې شهزاد به اوسمهال د ۱۲ ورځو لپاره مؤقتا بندیز لږیدلی وي. هغه تر ۲۶م اپریل پورې وخت لري چې د آی سي سي د دغو موندنو خلاف غوښتنه وکړي. شهزاد دا حق هم لري چې د ورکړل شوې خبرتیا د پنځو ورځو دننه غوښتنه وکړي څو يې B معاینات یا دوهم ځلي معاینات وشي او یا هم د ۱۲ ورځو دننه دغه پریکړه چیلنج کړي. که چېرې شهزاد پر نوموړي د لګېدلي بندیز پریکړه چلینج کړي، نو آی سي سي به محکمه دایروي او تر هغه به پر نوموړي بندیز نه لګول کیږي څو چې محکمې پریکړه نه وي کړي.

د قوانینو له مخې شهزاد باید د دغو تورونو خلاف په ۱۴ ورځو کې دننه ځواب ووايي او که یې ځواب ونه ویل نو دا به داسې ګڼل کیږي چې نوموړي خپل جرم منلی دی

محمد شهزاد تر دې دمه ۵۸ نړیوالې یو ورځېنۍ او همدومره ۲۰ اوریزې لوبې کړي دي. هغه په ۲۰۱۶ دسمبر کې د آی سي سي لخوا د دوهمې درجې لوبډلو تر ټولو غوره لوبغاړی هم ګڼل شوی و.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.