امریکا په افغانستان کې تر ټولو ستر بم استعمال کړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۴مه۱۳۹۵ل): امریکايي پوځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ تر ټولو زورور غیراتومي بم (جي بي یو ۴۳) استعمال کړی دی.

دغه بم د اپریل په ۱۳مه استعمال شوې چې د ټولو بمونو مور هم ګڼل کیږي. دغه بم کې ۲۱زره ۶۰۰ پاونډه (شاوخوا ۹نیم ټنه) چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

د سي ان ان د راپور له مخې امریکايي ځواکونو ادعا کړې چې یاد زورور خو غیراتومي بم یې د داعش ډلې خلاف د اپریل په ۱۳مه ماښام مهال ۷ بجې استعمال کړی دی.

دوی ویلي چې تر دې دمه څرګنده نه ده چې یاد بم څومره زیان رسولی دی.

د یادونې وړ ده چې امریکا په لومړي ځل د کوم هېواد خلاف دومره زورور غیراتومي بم استعمال کړی وي. تر دې وړاندې ویل کېدل چې امریکا په افغانستان او عراق کې عامې وسلې او بمونه استعمالول.

امریکايي ځواکونو په تېرو ۱۶ کلونو کې په بمباریو، ټانګونو او هوايي بریدونو پر مټ لسګونه زره افغانان وژلي دي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

الله ج کفارو ته څه وخت د خپلی مهربانی له مخی ورکړی دوی به خپلو غلطیو ته خیال او توبه به وباسی که نه د عذابونو او جرایمو دوسیه به یی لا پیړه او د ډیرو لویو او دایمی عذابو سره به مخ کیږی . کفار بیا دومره خره دی فکر کوی چه الله ج به په دغه بمونو ډاروی لا به خدای ج ته په دی ټانکو ، الوتکو او بیلابیلو بمونو خپله پیاوړتیا ښکاره کوی چه په الله ج یی نعوذبالله کودتا کړی د زمکی خدایی یی تری تر لاسه کړی . همدغه تفکر او دغه تمثیل د… نور لوستل »