د ممبۍ انډینز سره سیالۍ ته د تیاري لپاره راشدخان په لوند بال تمرین کړی و

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د سن رایز حیدراباد لوبډلمشر ډیویډ ورانر د ممبۍ انډينز سره تر لوبې وروسته د ممبۍ پر لوند لوبغالي د راشدخان توپ اچونه یو ځل بیا ستایلې ده.

د ممبۍ وانکهیډي لوبغالی پر دې مشهور دی چې د شپې زیات نمجن کیږي چې له کبله یې توپ اچونکو ته د ویکټو سوځولو سربېره توپ اچونه هم سخته کړي.

سن رایز حیدراباد په تېره لوبه کې ممبۍ انډينز ته ۱۵۸ ګوزاره حال هدف ورکړ. دغه هدف ممبۍ ژر پوره کړ او له راشدخان پرته یې د ټولو توپ اچوونکو څخه ډیرې منډې واخېستلې. راشدخان په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او د ممبۍ انډينز لوبډلمشر روهیت شرما یې وسوځولو.

د راشدخان تر ښې توپ اچونې وروسته لوبډلمشر ډیویډ وارنر وویل چې هغه په لوند (خیشت) بال باندې تمرین کړی و او په لوبه کې یې هغه تمرین نتیجه هم ورکړله.

«د توپ اچونکو لپاره په دغسې لوند لوبغالي کې توپ اچونه ډيره سخته ده. دا مې همېشه په فکر کې وه چې راشدخان به وتوانیږي چې دغه حالت کنترول کړي».

«د تمرین پر مهال هغه [راشدخان] توپ په اوبو کې واچولو او بیا يې پرې د توپ اچونې تمرین وکړ، څو دلته راشي او بیا توپ اچونه وکړي».

هغه راشدخان عجیب ښه او اریانوونکی توپ اچونکی وباله.

راشدخان تر دې دمه په ۳ لوبو کې شپږ لوبغاړي سوځولي او تر ټولو کمې منډې يې ورکړي دي. هغه اوس د ډیرو ویکټ اخېستونکو په لست کې په دوهم نمبر دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.