democracy

دين او ډيموکراسي، د توپير اصل ځايونه

دين د ټولنې د افرادو تر منځ د تړاو او خپل منځي اړيکو د تأمين تر ټولو اغيزمنه فطري پديده ده او بل هيځ انساني پديده يې ځای نشي نيولای.

ډيموکراسي، چې په حقيقت کې يو اضطراري سياسي سسټم دی، نشي کولای چې د ټولنې د افرادو خپل منځي اړيکې تنظيم کړي او يا هم په ټوليز ډول د دغو اړيکو کيفيّت او نوعيّت تشخيص کړي، او هغه ځکه چې د ډيمرکراسۍ بنسټ پلوراليزم ايښودل شوی دی او د دغه اصل له مخې د ټولنيز اړيکو تعريف، د هغو کيفيّت او نوعيت ، د جيوپوليټيکو اړتياؤ پر بنسټ يو له بله توپير مومي.

خو دين بيا د بشري ټولنې د يوې لويې برخې لپاره د عباداتو او معاملاتو يوه مشخّصه او تعريف شوي ټولګه يا پيکيج (Package)وړانديز کوي.

څنګه چې دين په ټولنيزه برخه کې خپل مشخص ارزښتونه لري، ځکه نو د هغو د تطبيق او څارنې لپاره هم د دين د چوکاټ په محدوده کې يوه اجرائيه سياسي سسټم (Executive Political System)ته اړتيا شته. څنګه چې دغه سسټم د ديني ارزښتونو د تطبيق او څارنې دنده پر غاړه لري، نو له دې امله دا سسټم بِمَا هُوَ سسټم په خپله غايه نه ګڼل کيږي، بلکې غايه د ارزښتونو تطبيق او دغو ارزښتونو له مخې د ټولنيزو پيوندونو تأمين، د خپل منځي ارتباطاتو او اړيکو تنظيم او څارنه ده، نو له همدې امله د سسټم د بڼې تشخيص ، تعين او تطبيق د ټولنې تر اجتهاد او خپل منځي پوهاوي (Mutual understanding) پورې پريښودل شوی دی.

د دين، ديني تنفيذي سسټم (Theocratic Executive System) او ډيموکراسۍ تر منځ توپير همدا دی چې هغه (ډيموکراسي) د ټولنيزو پيوندونو د وسايلو د بڼې تر منځ په پلوراليزم قايل دي، او د دې لپاره يې سيکولرازم يو اصل ټاکلی دی، چې نهايتاً يوې پراخې او ژورې ټولنيزې انارشۍ ته لاره هواروي، او د دې پر ځای چې د زمان او مکان په توپير سره يې د تنفيذي سسټم د بڼې تعيّن او تشخيص تر ټولنيزه اجتهاده پرې ايښی وای، پر هغوي يې د ډيموکراسۍ په نامه، د هغه د نامطلوب تعريف له مخې يو تيوريکي جبر (Theorical Tyranny) مسلّط کړی دی، چې دا څه د فکري دکتاتوري يوه بده بڼه ده. 

خو دين پيا د ټولنيزو پيوندونو د وسيلې په حيث، ديني ارزښتونه، د يوه پيکيج په بڼه وړاندي کړي دي،خو د دغو پيوندنو د څارنې لپاره يې د تنفيذي سسټمونو په برخه کې د زمان او مکان په توپير سره، د پلوراليزم اصل په پام کې نيولی دی. 

ګواکې اسلامم د يوه الهي دين په بڼه د تنفيذي سسټم په توګه د ولسونو د رضاء په صورت کې نه د مونارشۍ (Monarchy) مخالفت کوي، نه د ګڼ ګونديزه جمهوري سسټم او نه د خلافت، چې بنسټ يې پر تشاور، اهل الحل و العقد او رضا الجمهور (Public Satisfaction) باندې ولاړ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د