کرکټ بورډ د اسرا د یتیم پالنې د مرکز له یتیمو ماشومانو سره مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه، ملي لوبډلې او د ادارې کارکونکو نن د اسرا د یتیم پالنې له مرکز څخه لیدنه وکړه. ددغې لیدنې په ترڅ کې د اسرا د یتیم پالنې له مرکز سره د اړینو ښوونیزو موادو، کالیو او د کرکټ د وسایلو مرسته وشوه.

کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان کرکت بورډ عمومي رئیس شکر الله عاطف مشعل، لوبډلمشر اصغر ستانکزي او د ملي لوبډلې غړو، د اسرا د یتیم پالنې د مرکز مسئولینو، یتیمو ماشومانو او د کرکټ بورډ اداري غړو ګډون درلود.

د اسرا د یتیم پالنې د مرکز مشر مجیب الرحمن لحاظ وویل چې ددغه مرکز ټول زده کونکي د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه دي او هر یو یې د یوه درد او یوې فاجعې له امله دغه مرکز ته د زده کړو لپاره راوستل شوي دی. لحاظ زیاته کړه چې، دغه مرکز د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له وزارت سره ثبت دی او یتیمو ماشومانو ته په کې عصري زده کړې ورکول کیږي.

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل پر یتیمو ماشومانو غږ وکړ چې زده کړې وکړي او د افغانستان په آبادۍ او هوساینه کې ونډه واخلي. نوموړي د کرکټ بورډ له پلوه ډاډګیرنه ورکړه چې هر ډول مرستې به له دوی څخه نه سپموي. دوی به د ملي لوبډلې سیالیو ته رابولي او د مرکز د ودې لپاره به یې مدام همکاري کوي. همداراز یې پر ملي سوداګرو هم غږ وکړ چې د یتیمانو د لاسنیوي لپاره ددغه مرکز مسئولینو سره هر ډول همکاري وکړي.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې، زه د لوبډلې په استازولۍ تاسې ته ډاډګیرنه درکوم چې هر لوبغاړی به ستاسې د روزنیز مرکز په وده او ستاسې د زده کړو په برخه کې له تاسې سره همکار وي.

په دغو مراسمو  کې پر یتیمو ماشومانو ښوونیز مواد، کالي او د کرکټ وسایل وویشل شول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.