افغانستان

حامد کرزي پر ننګرهار د امریکا «ستر بم» غندلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وری، ۱۳۹۶): په خپل لومړي غبرګون کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکایانو د اتومي بم وروسته ستر بم په کلکو ټکو غندلی.

امریکایي ځواکونو تېر ماښام (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۶) د ننګرهار په اچین ولسوالۍ تر ټولو زورور غیراتومي بم (جي بي یو ۴۳) استعمال کړی دی.

دغه بم چې د ټولو بمونو مور هم ګڼل کیږي، ۲۱ زره ۶۰۰ پاونډه (شاوخوا ۹نیم ټنه) چاودیدونکي توکي له ځانه سره انتقالوي. تر دې دمه څرګنده نه ده چې یاد بم څومره زیان رسولی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لوري په افغانستان کې ددغه سي یوه بم کارول په کلکو ټکو غندلي او ویلي : « زه په کلکو ټکو سره غندم چې امریکايي پوځ خپله جدیده وسله او تر ټولو ستر بم په افغانستان کې کاروي، دا د تروریزم پر ضد جګړه نه ده، بلکې یو غیر انساني عمل او زمونږ د هیواد ناجایز او ظالمانه استخدام دی چې دوی ورځیني د خپلو وسلو تجربه ګاه جوړه کړې، دا جګړه پر مونږ افغانانو ده، امریکا باید نور بس کړي. ».

باید وویل شي چې نوموړي ددې تر مخه هم د امریکایانو له لوري د ملکي تلفاتو پيښې وخت ناوخته غندلي خو د ګډحکومت چارواکې تل په دغه سي پيښو کې چوپه خوله پاتې کیږي او یا هم د امریکایانو له لوري پيښ شوي تلفات پر ځان تپي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی کرزی او بیا غنی او د هغوی نور لوړ پوړی خره او غویان تر ټولو لوی بمونه دی ، که دوی نه وی امریکا په مونږ یو بم هم غورځولی نه شول
ونه وایی تبرګی چه ما غوڅوی لاستی یی زما له بدنه جوړ شوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x