افغانستان

پر «شربت ګلې» د کرایي کور برېښنا هم قطعه شوه!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وری، ۱۳۹۶): د ښکلو سترګو مېرمن چې د «افغان انجلۍ» په نوم یې شهرت موندلی وو او شپږ میاشتي مخکې په پاکستان کې د جعلې پيژندپاڼې په جرم د پاکستان له لوري ونیول شول او بیا د ولسمشر اشرف غني په شخصي غوښتنه کابل ته کډه شوله، اوس د خپل کور د برېښنا په مصرف حیرانه ده او نه هم د کور مصارف او حتی د کور کرایه ورکول کیږي.

په پاکستان کې تر بندي کېدو او بیا هیواد ته تر ستنېدو پوري د شربت ګلې خبرونه د رسنیو سرټکې وه، او په ارګ کې د اشرف غني او لومړۍ مېرمنې رولا غني له لوري په لوړه سطحه استقبال شوه او د یوه کور کیلیاني ورکړل شوې، خو وروسته څرګنده شوه چې کور یې په کرایه دی او ورته ټاکل شوی معاش یې هم د وخت په تېرېدو لادرکه سو.

د وروستیو معلوماتو له مخې د شربت ګلې د کرايي کور برېښنا قطع شوې او د کور مالک هم کرایه ځیني غواړي چې شربت ګله یې وس نه لري.

آغلې شربت ګلې ته نیژدې سرچینې وايي چې د هغې پر سر سیاست کوونکې یې اوس تلیفون نه اوچتوي، نه یې د ناروغۍ علاج وشو او نه یې هم کوم ماشوم په ښونځي کې داخل شوی دی.
باید وویل شي چې د ګډ حکومت چارواکو او د هندوستان سفارت له لوري وعده شوې وه چې د شربت ګلې او د لور علاج به یې په هندوستان کې د هند حکومت پر غاړه وي خو تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.
شربت ګله چې خپله هم ناجوړې ده، مېړه یې په تور ژیړي مړ شوی او یوه لور یې هم اوس په دغه ناروغي اخته ده چې د تداوي لپاره یې په وس کې څه نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x