افغانستان

ټرمپ د «بمونو مور» بم غورځول ستر کار بللی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وری، ۱۳۹۶): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستر بم د بمونو مور کارول ستايلي او ويلي يې دي، چې د داعش ډلې پر ضد دا «ډېر بريالی کار» دی.

تېره شپه د اچين ولسوالۍ مامند دره کې د نړۍ تر ټولو ستر بم له غورځولو وروسته ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له ملکي او پوځي چارواکو سره په ناسته کې د امريکايي پوځيانو دغه بمبار ستر کار بللی او وايي، چې د بارک اوباما د اتو کلونو په پرتله تېرې اته اونۍ ډېرې بريالۍ او فعالې وې.

دی وايي، چې افغانستان کې يې خپلو ځواکونو ته يې د عملياتو بشپړ واک ورکړی او په وينا يې همدا يې د بريا لامل دی.

ټرمپ زياته کړه: «موږ د نړۍ په کچه تر ټولو ستر ځواک لرو، چې افغانستان کې يې د ټولو بمونو مور بم وکاراو او دا ډېر ښکلی کار دی.»

امريکايي ځواکونو افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بم، چې يوولس ټنه وزن او دېرش فوټه اوږدوالی لري، کارولی دی.

په دغه بم کې ټي ان ټي ويجاړونکي او بد غږ لرونکي مواد کارول شوي دي. دغه بم له يوه کيلومټره زياته سيمه ويجاړوي.

افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جون نيکلسون ويلي، چې دغه بم يې اچين کې د داعش له لوري پر جوړ شوي تونل کارولی او دوی هڅه کړې، چې دغه بريد کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسيږي.

د افغانستان ګډ حکومت د بمونو مور کارول تاييد کړي دي. د ارګ رسمي ټويټر پيغام کې راغلي، چې دغه بريد د امريکايي او افغان عسکرو د ژغورلو لپاره شوی دی.

حکومت ادعا کوي، چې د دغه ستر بم د کارولو لپاره يې د خلکو خونديتوب په نظر کې نیولی، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد غير انساني او وحشي بللی دی.

د ټولنيزو شبکو فعالانو هم ويلي، چې امريکا افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه نه کوي، بلکې د خپلو ګټو لپاره، چې هر څه وغواړي هغه کوي او څوک يې د مخنيوي نه شته.

کارپوهان وايي، که امريکا رښتيا هم داعش په نښه کول غوښتل، نو دغه بريد يې بايد د داعش په مرکزي سيمو عراق او سوريې کې کړی وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید زرغون شاه آغا

کاشکی لوی جاهل استاد برهان الدین ربابی ژوندی وای چی د غټ بم ارمان یی پوره سوی وای.

محمدحذیفه

له هر څه نه مخکی دنن ټکی آسیا د انټرنټی پاڼی محترمو چلوونکو او ددی پاڼی ټولو لیدونکو او کتونکو ته اول سلامونه او له سلام وروسته غواړم چی خپله تبصره د امریکا ددی وحشی کړنی په اړه چی عبارت دی له اټوم بم نه وروسته تر ټولو نه دغټ بم کارول زمونږ په هیواد کښی هغه هم صرف او صرف دداسی یوی ډلی د بزرګنمایی لپاره چی د افغانستان په سلو کښی په ۱ فیصد خاوره هم کنترول نه لری او ددی په عکس کښی د زمانی د ستر فرعون او طاغوت ټرومپټ د خوشحالی اظهار او تائید په… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

موږیووخت مرو پاته نه لروڅه دټرمپ په بمو څه په بستره کی په تبه خوزه سپیڅلو مجاهدینوته وایم چه مرال مو په بمو اودرب اودروب کمزورۍ نسی داټول دالله امتحانونه دی دغه کفار چه پرموږبمونه غورځوی هم یونه پاته کیږی مری ، که دهغوملکو دعقیدو دنه آزادۍ لکه چه دروسی دوارشوترتړون لاندی وه وګورواودحکمتو ووحشی تجاوزوته وګورو اوزموږد موجوده ملحدحکومت وظلموته وګورو چه نازک کوچنی ماشومان دجنسی خواهشاتودرفع کولودپاره وړی مرګ په زرهاوو مرتبه پربهتردۍ.أَ فَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَناً فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشاءُ وَ يَهْدي مَنْ يَشاءُ فَلا تَذْهَبْ نَفْسُکَ عَلَيْهِمْ حَسَراتٍ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ بِما… نور لوستل »

pattang

هر څومره چې اشغالګر او دکابل فاسد لاسپوڅی د مسخرو دولت خپلې وحشتناکې وژنې زیاتوي او ډول ډول اسلحې
امتحانوي هغومره دجهاد غږ تازه او ملت بیدارېږي !! دوی چې هر څومره بمونه واچوي او هر څومره دالر مصرف کړي هغومره به زمونږ مقاومت او نفرت زیاتیږي !! دازادي مبارزه او جهاد ماتې نه خوري !!

ژوندي دې وي طالبان وروڼه !!
نالت په بې اخلاقو اشغالګرو او حامیانو یې !

پتنګ

انعام

ورونو تاسی ټرمپ ، اوباما ، بوش او د امریکا نور لوړپوړی مه ملامتوی ، دوی واک نه لری هغه چه ورته د څه ویلو او کړنو دستور او قومانده ورکول کیږی دوی یی ترسره کوی ، دا سمه ده چه د غه لوړپوړی باید هماغه کیفیت او اهلیت ولری . دوی ته خبله چوکی او دغه باور چه ورباندی شوی اهمیت لری ، په ځانګړی دول جمهور ریسان ناڅاپی نه رامنځته کیږی هغوی له کوچنیوالی د څارنی ، روزنی او مالی پیرزونو لاندی وی او هغوی کی یو حمهور ریس او باقیمانده وزیران او ریسان ټاکل کیږی هغوی ته… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x