
هند د پاکستان متقاعد ډګرمن تښتولی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وري، ۱۳۹۶): تېره اونۍ د پاکستان د پوځ یو متقاعد ډګرمن حبیب ظاهر په نیپال هیواد کي نادرکه سو، پاکستان د نیپال سره په ګډه د نوموړي د پیدا کولو هڅي پيل کړي خو تراوسه یې کومه څرګنده پایله نه ده ورکړي.
تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د رسنیو سره په خبرو کي وویل چي د ډګرمن حبیب ظاهر په تښتولو کي د بهرنیو استخباراتي کړیو لاس نسي ردولی، زکریا که څه هم په ښکاره د کوم هیواد نوم وا نه خیستی خو اشاره یې د هندوستان لوري ته وه.
متقاعد ډګرمن حبیب ظاهر ته ویل سوي وه چي په نیپال هیواد کي به د کار زمینه ورته برابره کړل سي، نوموړي ته د الوتکي ټکټ هم رالیږل سوی و خو هلته د رسیدو سره سم نادرکه سو او د خپلي کورنۍ سره یې اړیکي پري سوي.
پاکستاني رسنیو همدارنګه لیکلي چي د کومي ویب پاڼي له لاري چي لومړۍ د حبیب ظاهر سره اړیکه نیول سوي وه د هغې مرکز په هند کي دی او همدارنګه نوموړۍ د هندوستان پولي ته څېرمه په لمبیني سیمه کي نادرکه سوی دی.
د تېري دوشنبي په ورځ د پاکستان پوځ د هند یوه جاسوس کلبهوشن یادیو ته د مرګ سزا واوروله، هندوستان د پاکستان ددې پریکړي وروسته سخت غبرګون څرګند کړ او د پره قوت استعمالولو ګوت څنډنه یې هم پاکستان ته وکړه.
ځیني پاکستاني چارواکي په دې اند دي چي کیدای سي هندوستان د خپل جاسوس او د سمندري ځواک د غړي کلبهوشن یادیو د ژغورلو لپاره متقاعد ډګرمن حبیب ظاهر تښتولی وي.